د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام سركاری خبری اژانس سانا یې نقلوی يوسف احمد هم دا راز ځينی عربی هيوادونه په قاهرې كې د سورئې په سفارت د حملې لپاره د ښآريزو د لمسولو مسئول وبلل.
له بلې خوا د اسلام اليوم انټرنیټی سایټ راپور وركړ د عربی اتحادئې عمومی منشی نبيل العربی بیګا د عربی اتحادئې په بیړنۍ غونډې كې چې د سورئې د حالاتو د جاجونې لپاره جوړه شوې وه وويل دغه اتحاديه د سورئې د بحران د حل لپاره د اصلاحاتو په اجرا كې د دغه هيواد د آيیډيالونو د پوره كيدا او د دغه هيواد د يووالی د ساتنې او د فتنو د غلی كولو ته چې په سورئې د ګډوډيو د رامينځته كولو په موخې سره رامينځته شوی دی لومړيتوب وركوی او د دغه هيواد په چاروكې د پرديو د لاسوهنې د مخه نيولوغوښتنه كوی .
881301