IQNA

ايت الله خامنه ای: د لويدیځ له علمه، د افغانستان اوعراق د ملتونو په نصيب يوازې بمونه او كيميايی وسلې دی

19:08 - October 21, 2011
د خبر لمبر: 2207530
سياسی ډله: د نړيوال استبداد نظام د رسنئ چينلونوهڅه د منحرفو او سپيرو بيلګو د لويولو لپاره د صهونيسټی پروټوكولونو له خطرناكو موخو راپورته شوې ده
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن كرمانشاه ولايت ته د خپل لس ورځنی سفر په اوومه ورځ دعلمی،كلتوری، ادبی .هنری او اقتصادی څانګو پشمول په بيلابيلو برخو كې د غوره شخصيتونو په ټول كې د انسان د لوړوالی خدمت د انسان د پرمختګونو او مهارتونو اصلی او حقيقی هدف وباله او له علم او هنر څخه د نړۍ د سرزورو او د پانګو زيرمه كونكو نا سمې استفادې ته په اشارې سره زياته كړه، هاليووډ د نړيوال سينيما په توګه د انسان د خرابولو او په غلطه لاره د سمولو په خدمت كې دی او د لويدیځ له علمه د افغانستان اوعراق د ملتونو په نصيب يوازې بم او كيميائی وسلې دی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای دايران دولس په ناكاره ښودلو اوسپكاوی كې داستعمارزاړهّ سياست ته په اشارې سره ټينګار وكړ ،د ايران د ملت ځوانانو او غوره ماهرو شخصيتونو په وروستيو ۳۲ كلونو كې په دغه ايرانی ضد سياست په حيرانونكو علمی او ټيكنالوجی كی پرمختګونو سره درديدا كرښه راكښلې ده
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د مينځنۍ نړۍ سره په پرتله كې د ايران د علمی ودې چټكتيا د څو برابر زياتيدا په باب د نړيوالو مركزونو څیړنيزو نتيجو اعلانيدا ته په اشارې سره وفرمايل ، پخپلو استعدادونو د ايرانيو ځوانانو په باور په تكیې به د بشری ټولنې په مقابل كې د ماډرن علم افق پرانيزو.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود علم او هنر پخپل ذات كې الهی موهبتونه وبلل اوزياته ئې كړه، د ايران ملت او اسلامی جمهوريت به دغه لوړې ښكارندې د اسلام ، معنويت او د انسان د لوړتيا په خدمت كې وړاندې كړی.
882301
captcha