د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی د ايران لخوا په امريكا كښې دسعودی عربستان دسفير دټرور دپلان په باره كښې دايران پرضد دامريكا نوی سناريو ته په اشارې سره وويل دامريكا دسپينې ماڼۍ چارواكی په خپل هيواد كښې دټولنيزو مشكلاتو په پراخيدا سره بلې خوا ته دخلكو دپام داړولو هڅه كوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دماركسيسټی او كميونيسټی نظام دړې وړې كيدا ته په اشارې سره وويل په اروپايی هيوادونو په تيره بيا په امريكا كښې دټولنيزو خپګانونو په زياتيدا سره په لويدیځ كښې ليبرال او پانګوال نظام به هم په راتلونكی كښې دړې وړې شی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دروان كال دحج په ورځو كښې له مشركينو دبرائت ددستورو ترسره كيدل دسيمې دهيوادونو له اسلامی ویښتيا سره دسمون خوړلو په دليل دځانګړی اهميت لرونكی وبللې او ویې ويل له مشركينو برائت به روان كال دټولو مسلمانانو په پراخ ګډون سره ترسره شی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دوام كښې داسلامی انقلاب دستر لارښود په هركلی كښې دايران په لويدیځ كښې دكرمانشاه دخلكو د ولولې قدرونه وكړه او ویې ويل دكرمانشاه ولايتمداره خلكو يوځل بيا له ولايت فقيه سره تړون نوی كړ .
امامی كاشانی دكرمانشاه ولايت دخلكو دبيلابيلو پرګنو په ټول كښې داسلامی انقلاب دستر لارښود شتون اهميت لرونكی وباله او زياته یې كړه حضرت ايت الله العمظی سيد علی خامنه ای دكرمانشاه ولايت دخلكو په ټول كښې وفرمايل دايران اسلامی نظام ثبات لری او دنظام په انجنيرۍ كښې به هغه څه چې ښه دی او خلك ورته رايه وركړی ترسره شی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دليبيا دانقلابيانو په لاس دديكتاتور معمر قذافی وژل كيدا ته په اشارې سره نابودۍ او شرم دټولو ديكتاتورانو برخليك و باله او دنړۍ په تيره بيا دسيمې له ازادی غواړو یې وغوښتل دخپلو حقوقو دترلاسه كولو لپاره مبارزو ته دوام وركړی .
883921