IQNA

19:15 - October 21, 2011
د خبر لمبر: 2208828

مهمانپرست: د تاريخ ظالمان او مستبدان له نابودۍ پرته بل انجام نلری

سياسی ډله: دايران دخارجه وزارت ويندوی دليبيا دديكتاتور معمر قذافی دوژلې په غبرګون كښې وويل دتاريخ ظالمان او مستبدان له نابودۍ پرته بل انجام نلری .

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران دخارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست زياته كړه دا الهی وعده او دتاريخ دټولو ظالمانو او مستبدانو دله مينځه تلو برخليك دی چې دخپلې واكمنۍ په و خت دملتونو په حقوقو سټرګو پټولو سره بالاخره له نابودۍ او تباهې سره مخامخ كیږی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی وويل دايران اسلامی جمهوريت دليبيا دملت ددغه ستر برياليتوب په هكله چې دهغوې د ستاينې وړ مقاومت او پايدارۍ له كبله لاس ته راغلی دی دليبيا كړيدلی او مسلمان ملت او ددغه هيواد ملی انتقالی شورا ته امباركی وايی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی ډاګينه كړه دغه هيله شته چې په ليبيا كښې دمعمر قذافی دتورې ديكتاتورۍ په ختميدا او دسياسی ژوند نوی پړاو ته دليبيا په ورننوتلو سره دليبيا دخلكو لخوا دملی واكمنۍ د اعماليدا لپاره لاره هواره شی او دكورنی جنګ دختميدا لپاره دليبيا دحركت ، دامنيت او ثبات دټينګيدا او د ولسواكه نظام قدرت ته درسيدا او ددغه هيواد دخلكو دارادۍ او غوښتنې دپوره كيدا كتونكی ووسو .
دايران دخارجه وزارت ويندوی زياته كړه په ليبيا كښې رامينځته شويو بدلونونو او ددغه هيواد دخلكو ديوې اصلی غوښتنې پوره كيدا ته په پام سره نور په ليبيا كښې دخارجی ځواكونو د لاسوهنې ددوام لپاره هیڅ پلمه نشته او له ليبيا دخارجی عسكرو په و تلو سره دليبيا خلكو ته اجازه وركړل شی چې له هرډول خارجی لاسوهنې پرته دخپل برخليك دټاكولو په اړه فيصله وكړی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی دغه راز دليبيا په بيارغونه كښې دګډون او دتجربو دانتقال لپاره دتهران چمتووالی اعلان كړ .
883896
captcha