د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ليبيا د تيلو وزير وويل ما حكومتی چارواكو ته وويل چې د قذافی مړی دی څو ورځې په يوه يخچال كښې كیښودل چې د دې خبرې تضمين دې وشی چې ټول خلك پوهیږی چې قذافی مړ شوی .
د ليبيا د تيلو وزير علی ترهونی وويل د قذافی مړی په مصراته ښار كښې دی.
مصرات ښار د ليبيا د انقلابيانو پياوړی مركز ګڼل كیږی .
دغه راز د ليبيا ټيلی ويژن دديكتاتور معمر قذافی ددوهم زوی سيف الاسلام دوژل كيدا خبر وركړ .
دليبيا ټيلی ويژن وويل چې دقذافی دزوی سيف الاسلام مړی په مصراته ښار كښې يوه روغتون ته وړل شوی چيرې چې دهغه دپلار معمر قذافی مړی هم وړل شوی .
راپورونه وايی چې دقذافی بل زوی معتصم او دفاع وزير پرون دناټو په هوايی حملې كښې چې امريكا او فرانسې پكښې برخه اخيستی وه وژل شوی .
دغه راز ويل كیږی چې دليبيا دديكتاتور معمر قذافی دجاسوسۍ ادارې مشر چې دقذافی زوم هم دی نيجر هيواد ته تښتيدلی .
883967