د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الوفاق یې نقلوی چې د بحرين د حضرت امام صادق عليه السلام د جومات د جمعی خطيب ايت الله شيخ عيسی قاسم ټينګار وكړ چې امريكه د عربو هيوادونو د ولسی انقلاب او ازادی غوښتونكی غورځنګونو سخت مخالف دی ځكه چې دا انقلابونه د هغو د ګټو په ضد روان دی.
د عربو هيوادونو د ازدای غوښتونكو غورځنګونو په اړه د امريكې دوه ګوڼه چلند په غندولو سره جوته كړه چې د عربی هيوادونو د انقلاب سره د امريكې مخالفت اصلی وجه د امريكې مادی ګټی دی. نه دا چې د خلكو لپاره یې زړه سوځوی.
884338