IQNA

د اردن اخوان المسلين، په حكومت كې د ګډون وړانديز ونه مانه

13:32 - October 24, 2011
د خبر لمبر: 2210856
نړيواله ډله: زمونږ خبريال راپور را كړ، د اردن د اخوان المسلمين چې د حكومت مهم مخالف ګوند دی، په نوی كابينې كې د پيوستون لپاره د لومړی وزير د ځای ناستی، عون خصاونه وړاندې ونه مانه.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې فرانس خبری اژإنس (AFP)، یې نقلوی چې د اردن د اخوان المسلمين ګوند په يوې بيانیې كې د دې وړانديز په ځواب كې وويل، د دغه اقدام لپاره لا تر اوسه مناسب وخت نه دی رسيدلی.
د اردن با چاه دويم عبدالله تيره اوونۍ لومړی وزير معروف بخيت ګوښه او په ځای یې عون خصاونه د نوې كابينې د جوړلو مسول كړ.
د اردن د اخوان المسلمين ګوند په بيانیې كې راغلی، هيله من يو چې د عون خصاونه، د خلكو د اړتياوو په اساس، اصلاحات رامنځته كړی.
885118
captcha