IQNA

13:37 - October 24, 2011
د خبر لمبر: 2210857

د بحرين ديكتاتور حكومت سياسی بنديان له ساده انسانی حقوقو هم محرومه كړی دی

نړيواله ډله: په بحرين كښې د سياسی بنديانو كورنيو وويل ال خليفه رژيم هغه اعتراض كونكی چې نيول شوی د درملنې او روغتون ته د لاسرسيدا په شمول له ساده انسانی امكاناتو او حقوقو محرومه كړی دی او اعتراض كونكی یې له مرګ سره مخامخ كړی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز المنار یې نقلوی چې د بحرين د اعتراض كوونكو كورنۍ چې په تيرو مياشتو مظاهرو كښې نيول شوی دی وويل ځينې بنديان په سرطان ناروغۍ د ككړيدا په دليل بې هوشه شوی دی او د منامې د زندان مسولان روغتون ته د هغه د انتقاليدا اجازه نه وركوی.
وړاندې د بشری حقوقو دفاع كونكو فعالانو وويل په تيرو اونيو كښې دسياسی بنديانو ناروغيو ته دبحرين د بندی خانو دمسولانو بې توجهی زياته شوی ده او بنديان ددرملنې هیڅ اسانتيا نلری .
څه موده وړاندې دبحرين يوه مظاهره چې څو مياشتې دمنامې په زندان كې تر سختو شرايطو لاندې قيد وو په بحرين كښې دزندان د ساتونكو لخوا دمينځنيو پیړيو په شان دبنديانو دشكنجه كولو خبره ايشوا كړه .
داپه داسې حال كښې دی چې دبحرين رژيم دبشری حقوقو دنړيوالو ادارو ددباو په دليل په وروستيو ورځو كښې په دغه هيواد كښې دبشری حقوقو په خلاف ورزيو اعتراف كړی دی خو يو ځل بيا یې ادعا كړی ده اعتراض كونكو په واټونو كښې له امنيتی مامورانو سره دښمانه چلند لرلی .
په بحرين كښې له تيرۍ فرورۍ مياشتې راهسې دخلكو ستر انقلاب او پاڅون پيل شوی خو دبحرين عسكرود امريكا په اجازې او دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اردن دعسكرو په ملاتړ سره تر اوسه په لسګونو كسان وژلی ، په زرګونو نور یې ژوبل كړی او ډير نور یې نيولی هم دی .
د بحرين عسكرو دسعودی عربستان دپوځيانو په مرستې سره تراوسه په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه هم سوزولی .
885906
captcha