IQNA

20:30 - October 25, 2011
د خبر لمبر: 2211830

شيخ الازھر: د نړيوال اسكتبار د مقابلې لپاره د اسلامی كلتور ټينګول ضروری دی

نړيواله ډله: شيخ الازھر احمد الطيب د نړيوال استكبار د كلتوری حملو او يرغل مقابلو كولو لپاره د اسلامی كلتور د اصولو او ریښتينی اسلام ته د ستنيدو غوښتنه وكړه.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الاهرام یې نقلوی چې ښاغلی شيخ الازھر احمد الطيب د ميلادی كال د اكتوبر د مياشتی په درې ويشتمه نیټې په يوې ناستې كې په خپل خطاب كې وويل چې اسلامی كلتورته ځينې افتونه او كمزورتياوې مخامخ شوی دی چې پكښې مهم افت د مسلمانانو تر مينځ اختلافات دی.
هغه زياته كړه چې دا چاره د مسلمانانو د ټؤلنيز او كلتوری شاتګ سبب شوی دی.
886259
captcha