د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست نن په تهران كښې د خبری اژانسونو او مطبوعاتو د نړيوال نندارتون كې د ايكنا د ګوټی په ليدنه كې ووييل د ايران لخوا په واشنګټن كښې د عربستان د سفير د ترور د طرحې په اړه د امريكا د وروستۍ سناريو په اړه وويل امريكا او صهيونست رژيم هڅه كوی په سيمه كښې په خپلو اقداماتو سره له سيمې بهر هيوادونه مينځنی ختیځ ته ننباسی څو د اسلامی هيوادونو تر مينځ د اختلافاتو په راپيدا كولو سره صهيونست ناروا رژيم ته يو فرصت برابر شی او ګټی یې ونه ګواښل شی .
مهمان پرست وويل كه داسی كوم خبر خپریږی چې پايله یې دا وی چې خلكو ته وښيی ايران په دغه ډول اقداماتوكښې لاس لری ، د سيمې خلك یې نه منی او د نړۍ درست ملتونه په دې ډير ښه پوهیږی چې د ايران اسلامی جمهوريت له هغو ډيرو ستونزو سره په مقابلې پسې دی چې هيوادونه ګواښی چې يو یې نشه ايز مواد دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی زياته كړه ايران له هغو جنايتونو سره په مقابله كښې مخكښ دی چې بشريت ګواښی چې يو یې د نشه ايزو توكو ترانزیټ دی .
887628