IQNA

احمدی نژاد: د ايران ملت به هیڅ كله زور ويونكو ته سر ټيت نه كړی

20:41 - October 26, 2011
د خبر لمبر: 2212548
سياسی ډله: زمونږخبريال راپورراكړ د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد نن د ايران په ختیځ كې خراسان جنوبی ولايت ته د سفر په دوام كې د سرايان ښاراو شاوخوا سيمو د لسګونو زره خلكو په ولولناك ټول كې په دې خبرې په ټينګار سره چې هیڅ قدرت يا ډله د ايران په ملت د خپل نظر يا ارادې د تپلو وس نه لری
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد وويل دښمنان او زبر ځواك د ايران په ملت په دسيسو او پلانونو سره دباؤنه نشی اچولی
ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه نن سبا د نړۍ د قدرت په مركزونو په تيره بيا د امريكا په حكومت واكمن د بې فرهنګه پانګوال نظام مشران نيت لری ټول ملتونه په زنځير كې وتړی او ترخپلې سلطې لاندې ئې راولی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد زياته كړه مستكبران حتی د خپلو ملتونو لپاره هم د احترام او ارزښت قايل نه دی او په دې ډول چې نن سبا د امريكا ولس هیڅ پناه او ملاتړی نه لری او د دغه هيواد درې سوه ميليون آبادی د څو زره صهونيسټانو تر سلطې لاندې دی
ولسمشرمحمود احمدی نژاد دې خبر ې په كولو سره چې دشمنان نه غواړی ايران پرمختګ وكړی وويل ، دوی پوهیږی چې كه ايران جوړ شی، نو پردنيا به د دوی د دسيسو لپاره لاره بنده شی اوهم دا راز ښه خبردی چې كه د ايران ملت پرمختګ وكړی، نو پخپل كلتور، تمدن او عمل سره به اجازه ورنه كړی څو سلطه ګر په بدماشۍ سره پرنورو ملتونو يرغلونه وكړی او د هغوی شتمنۍ چورتالان كړی. د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد هم دا راز د خراسان جنوبی ولايت د قاين د خلكو په ټول كې هم وويل نن سبا د ايران ملت په هوښيارتيا او ځيرتيا سره د ټولو قدرتونو په وړاندې ديريدلی دی او د ستنې تر سر هومره به هم شاتګ ونه كړی او دغه سپيره هيله به دښمنان له ځان سره جهنم ته يوسی.
887888
captcha