IQNA

د ليبيا او لبنان تر منیځ د اړيكو پراختيا د امام موسی د برخليك سره تړلی دی

20:41 - October 26, 2011
د خبر لمبر: 2212552
نړيواله ډله: د لبنان د امل غورځنګ غړې ښاغلی «علی خريس»، د اكتوبر په پينځه ويشتمی نیټې د سيه شنبه په ورځ په يو بيان كې وويل چې د امام موسی صدر د تښتولو تحقيقات او د هغه د برخليك د معلومول د ليبيا او د لبنان د ښو اړيكو د ټينګولو اساس دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «iloubnan»، یې نقلوی چې د لبنان د پارليمان غړې او امل غورځنګ د غړی علی خريس د ليبيا د انتقالې شوری كونسل څخه د امام موسی صدر او د هغه ملګرو د برخليك د معلومولو د غوښتنې په ترڅ كې وويل چې د امام موسی صدر پلټنه د ليبيا د انتقالې شوری په لومړيتوب كې راشی ځكه چې د ليبيا او د لبنان د ااړيكو پراختيا او ښه والې ددې شيعه دينی عالم د برخليك د معلومولو سره تړلی دی.
886888
captcha