د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم راپور وركړ فلسطينيانو د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې، يونيسكو او نورو نړيوالو ټولنو وغوښتل چې په خپله دنده عمل وكړی او په نيول شوی فلسطين كې د اسرائيلو د ظلمونو او يرغلونو مخنيوئ وكړی .
د صهيونيستی رژيم كابينې د مسلمانانو د هديرې په منځ كې د يوه موزيم جوړولو طرحه تصويب كړې او يهودی ښار ګوټو اوسيدونكو هم د مسلمانانو قبرونه په نښه كړې دی ږ
د مامن الهن هديره د فلسطين له لرغونو هديرو ګڼل كیږی چې په سلګونو د پيغمبر اكرم ص اصحابان ، علماء ،قاضيان او لوی اسلامی شخصيتونه پكې ښخ دی .
فلسطينی چارواكی ابو زهره وويل يونسكو او د بشر حقوقو نړيوالې ادارې بايد د مسلمانانو تاريخی ميراثونو، مقدساتو او جاماتونو ته د صهيونيستی رژيم سپكاوئ وغندی او مخه ېې ونيسی .
نن يو ځل بيا د نړی د بيان آزادۍ ادعا كوونكی اسلامی مقدساتو ته په سپكاوی سره د نړی ټولو مسلمانان ګواښی.
887684