IQNA

احمدی نژاد: د ملتونو قدرتمند لاسونه به لوټمار د قدرت له مركزونو رانسكور كړی

21:53 - October 27, 2011
د خبر لمبر: 2212881
سياسی ډله: زمونږخبريال راپور راكړ د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد نن د خراسان جنوبی ولايت د سفر په دوام كې د درميان ولسوالۍ او د شاوخوا د لسګونو زره خلكو په ولولو ناك ټول كې زياته كړه نن سبا د سيمې او نړۍ ملتونه په جوش كې راغلی دی او حتی دا موضوع په امريكا او اروپا كې هم په رامينځته كيدا ده
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد وويل د ملتونوله ویښتيا سره سره استكبار او سلطه غواړی هڅه كوی په دوكو او چلولونو سره د ملتونو د برخليك لاره بدله كړی خو په الهی فضل سره به كامياب نشی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد هم دا راز د دې خبرې په كولو سره چې د اروپا شپيته كلن تاريخ د بيلابيلو قومونو او قوميتونو د وژلو او جنايتونو ښودنه كوی، روښانه كړه د دې خبرې دليل چې اوس په هغوی كې هیڅ جنګ نشته دا دی چې فيصله ئې كړې ده د يوه بل تر څنګ په نورو ټاټوبو په يرغلونو سره د هغوی سرچينې لوټ او چورتالان كړی
887960
captcha