IQNA

21:53 - October 27, 2011
د خبر لمبر: 2212883

په جارجيا كې د ايران سفير ددغه هېواد دشيعيانو د لوړې اسلامی شورا له مسوول سره وكتل

د علم او تفكر ډله: د جارجيا د شيعيانو د لوړې اسلامی شورا مسوول وويل چې د ايران اسلامی جمهوريت د نړۍ د مستضعفانو د هيلې مركز دی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قم څانګې یې نقلوی چې د جارجيا د شيعيانو د لوړې اسلامی شورا مسوول پرون چې په جارجيا كې یې د ايران د اسلامی جمهوريت له سفيرښاغلی «مجيد صابر»، سره په كتنه كې خبرې كولې وويل چې اوس د نړۍ په ټولو برخو كې ټولو استكباری هېوادونو د ايران اسلامی جمهوريت خپله موخه ګرځولی ا و پر موږ واجب ده چې له ايران سره له نړيوال استكبار او استعمار سره د مقابلې په برخه كې مرسته وكړو.
په جارجيا كې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير ښاغلی «مجيد صابر»، هم په دې كتنه كې په سيمه كې د امريكا پر له پسې ماتو ته په اشارې سره، په واشنګټن كې د عربستان د سفير په ترور كې د ايران د تورنولو په اړه د امريكا نوې سناريو د خپلو پرله پسې ماتو د جبرانولو او صهيونيسټ رژيم ته د خدمت په لړ كې وبلله.
«مجيد صابر»، وويل چې امريكا په پام كې لری چې د دا ډول سناريو ګانو په طرح كولو سره، د مسلمانانو ترمينځ تفرقه رامنځ ته كړی چې په دې برخه كې به هم خامخا د تېرو ماتو په شان ماتې وخوری او بريالۍ به نه شی.

887763
captcha