د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله ګران لمسی حضرت امام جواد عليه السلام علم او پوهه كمالاتو ته د رسيدا لپاره په ژوند كښې مهم عوامل معرفی كوی.
هغه حضرت له دغه حقيقته خبر وو چې په راتلونكی كښې بشر داسې ځاې ته رسیږی چې علم او پوهه د ټولنو په وسونو او برترۍ كښې مهم معيار ګڼل كیږی.
په هم دې دليل حضرت امام جواد عليه السلام په مختلفو فرصتونو كښې مسلمانان د علم ترلاسه كولو او توليدولو ته هڅول.
د اسلام د ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله د يوه اهل بيت حضرت امام جواد عليه السلام د شهادت د تلين په درشل كښې يوو.
د ذيعقدې مياشتې په اخری ورځ مسلمانان د هغه حضرت په ياد كښې وير كوی او د پيغمبر اكرم (ص) او د هغه د اهل بيت عليه السلام د لوړ مقام د درنښت په ترڅ كښې د دغو لويانو له ایډيالونو سره بيا تړون كوی.
هغه څه چې دغو سترو انسانانو زمونږ لپاره په ياد ګار پریښودلی دی د هغوې د مدبرانه دریځونو او حكيمانه خبرو ارزښمنه خزانه ده .
په پريكنده توګه د دغه الهی شخصيتونو د سپارښتنو پيروۍ په اوسنی وخت كښې د ډيرو مشكلاتو او ګډوډيو د ختميدا سبب كيدلای شی .
د حضرت امام جواد عليه السلام د شهادت د تلين په مناسبت تاسو ګرانو دوستانو ته د تسليت د وړاندې كولو په ترڅ كښې دامام جواد عليه السلام د ژوند ځينې پیښې درته وړاندې كوو.
له هر څه وړاندې خپله وينا د حضرت امام جواد عليه السلام د شخصيت په بيانولو كښې د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په څرګندونو سره پيلوو.
هغه حضرت فرمايی :« حضرت امام جواد عليه السلام د نورو امامانو په شان زمونږ لپاره بيلګه، مقتدا او نمونه ده . د خدای پاك د دغه وړ بنده لنډ ژوند له كفر او طغيان سره په جهاد كښې تير شو.
هغه حضرت په هلك والی كښې د اسلامی امت په مشرۍ وټاكل شو او په لنډو كلونو كښې یې د خدای پاك له دښمن سره كوټلی جهاد وكړ. په دې ډول چې د ځوانۍ په وخت كښې په پينځويشت كلنۍ كښې د هغه وجود د خدای پاك د دښمانانو لپاره د نه زغملو وړ شو او هغه حضرت ته یې په يوې دسيسې كښې زهر وركړ او شهيد یې كړ. دغه ستر امام د اسلام د هراړخيزه جهاد يوه مهمه برخه په عمل كښې پيل كړه او مونږ ته یې ستر درس رازده كړ هغه ستر درس دا دی كله چې د دوكه وركونكو او منافقو قدرتونو په وړاندې ورشو نو بايد هڅه او همت وكړو او له دغو قدرتونو سره د مقابلې لپاره د خلكو هوښيارۍ رامينځته كړو ، كله چې د عباسی مامون په شان دښمن ځان د اسلام د پلوی او ښې څيرې په توګه وړاندې كوی خلكو ته د هغه ورپيژندل مشكل كار دی .»
هماغه ډول چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای ورته اشاره وكړه امام جواد عليه السلام په حساس پړاو كښې چې ظالمانو او ستمګرانو د دين په نقاب او پردې سره په خلكو واكمنۍ كوله د امامت مقام پرغاړه واخيست .
په همدې دليل په هغه وخت كښې د دين د حقيقت بيانول سخت كار وو .
خو حضرت امام جواد عليه السلام دبنی عباس خليفه ګانو دحكومت په تور پړاو كښې له خپل پينځويشت كلن لنډ عمر سره سره وتوانيد د دين دبنيادی مسايلو په بيانولو سره داسلام د رپيدونكی بيرغ ساتنه وكړی .
د حضرت امام جواد عليه السلام دامامت پړاو اولس كاله دوام درلود چې دمامون او معتصم له حكومت سره یې سمون خوړه .
حضرت امام جوادعليه السلام له سختو سياسی مشكلاتو سره مخامخ وو او له دې كبله دهغه حضرت لخوا كلتوری او فكری لارښونې بايد په خاصو ظرافتونو سره ترسره كيدلائ .
هغه حضرت دمسلمانانو په لارښونه كښې داخلاقو سلامتيا او علم مقولې ته پام وكړ .
حضرت امام جوادعليه السلام د علم او پوهې داهميت په بيانولو كښې فرمايی :« تاسو بايد علم ترلاسه كړئ ځكه چې دټولو لپاره ضروری دی .دعلم په هكله هره وينا او په علم غور او شننه يوه ښه چاره ده .علم او پوهه دينی وړونه له يو بل سره پيوندوی او په سفر، يوازې توب او مسافرۍ كښې ملګری، دوست او د غونډو لپاره مناسبه تحفه ده .( بحار الانوار ټوك ۷ صفحه ۸۰).
د حضرت امام جواد عليه السلام په ژوند كښې يو مهم ټكی داوو چې هغه حضرت له كم عمر سره سره دعلمی او اعتقادی مسايلو په بيانولو او تفسيرولو كښې ځانګړی پوهه لرله .هغه حضرت په ځوانۍ كښې دخپل وخت ترټولو خبر عالم او ترټولو زيات علم لرونكی كس وو.»
ابن حجر هيثمی په خپل كتاب صواعق المحرقه كښې ليكی :« هغه يعنی حضرت امام جوادعليه السلام له كم عمر سره سره دعلم او پوهې له نظره په عالمانو برترۍ لرله .»
حضرت امام جواد عليه السلام علم او پوهه كمالاتو ته درسيدا لپاره په ژوند كښې مهم عوامل معرفی كوی او حقيقت غوښتونكو انسانانو ته سپارښتنه كوی چې جايزو غوښتنو ته درسيدا په لاره كښې او ددنيا او اخرت دبرياليتوبونو لپاره له دغه ګټور ځواك ضرور استفاده وكړئ.
هغه حضرت په يوې وينا كښې علم او پوهه دښو كارونو دترسره كولو يو شرط ګڼی او فرمايی :« دخدای پاك ج لخوا توفيق ، سلامتی او وس نيكو او صالحو كارونو ته دانسان درسيدا سبب كیږی »( معدن الجواهر صفحه ۴).
هغه حضرت له دغه حقيقت خبر وو چې په راتلونكی كښې بشريت داسې ځاې ته رسیږی چې علم او پوهه دټولنو په وسونو او برترۍ كښې مهم معيار ګڼل كیږی . په همدې دليل په مختلفو فرصتونو كښې به یې مسلمانان دعلم ترلاسه كولو او توليدولو ته هڅول .
حضرت امام جواد عليه السلام په خپلو كلتوری او فكری لارښونو كښې دعلم زده كولو دسپارښتنې په څنګ كښې دمسلمانانو اخلاقی او روحی سلامتيا ته هم ځانګړی پام درلود .البته هغه حضرت دپيغمبر اكرم ص دنورو اهل بيت عليه السلام په شان خلك په عمل كښې نيكۍ ته وربلل .
د حضرت امام جوادعليه السلام يوه سپارښتنه چې په روحی او اخلاقی سلامتيا كښې ډير اغيز لری هغه سپارښتنه ده چې هغه حضرت د مومن دضرورتونو په باره كښې كړی ده هغه حضرت په يوې وينا كښې فرمايی :« مومن دخدای پاك لخوا توفيق ته ضرورت لری ، داخلی وعظ كونكی او دنورو لخوا نصيحت منونكی دی .په دغه ارزښمن حديث كښې دمومنانو په پرمختګ كښې درې اصلونه بيان شوی دی .
الهی توفيقونه دكارونو په ترسره كولو كښې دانسان د وس راز دی . دغه توفيق هغه وخت تحقق مومی چې انسان په كارونو كښې سوچه نيت ولری او په تقوا سره خپلو چارو ته الهی اړخ وركړی . په مسلمه توګه خدای پاك به له پرهيزګارو او مخلصو انسانو سره خپله مرسته او ملګرتيا وكړی .
امام جواد عليه السلام ددغه ارزښمنې سپارښتنې په يوې بلې برخې كښې داخلی وعظ ته اشاره كوی . كه چيرې داخلی وعظ كونكی نه وی يعنی په داخل كښې دګناه دترسره كولو لپاره كوم خنډ ونلری دنفس غوښتنه په سړی واكمنه كیږی او هغه فساد او بې لارې كيدا ته وركاږی.
د دغه حقيقت منل چې خدای په دنيا كښې له هرڅه خبر دی او په دې خبرې باور كول چې انسان په هیڅ ځاې او وخت كښې دخداپاك له سترګو پټ نه دی سړی ته اخلاقی خوندی توب او مصونيت وربخښی او دهغه ايمان له افتونو او تاوانونو ليرې ساتی .
د نصيحت منل او دنورو خير خیګړه غوښتل هغه نورې مسلې دی چې دحضرت امام جواد عليه السلام له نظره بايد دمومنانو په اړيكو واكمنې وی .
د نيوكې منل اخلاقی كمالات او امتيازات دی. دغه ښه خصلت د چارو د ډيرې سنبالتيا او د نيمګړتياو د ختميدا سبب كیږی .
حضرت امام جوادعليه السلام د نصيحت منلو ته د مومنانو ضرورت د هغوې د ضرورتونو په فهرست كښې بيان كړی دی او د هغه سپارښتنه یې كړی ده .
په دې ډول حضرت امام جواد عليه السلام دعلم او پوهې په رغنده پايلو او ګټورو اړخونو ټينګار سره له يوې خوا ايمان او تقوا له بلې خوا د انسانانو دژوند او روح د سلامتيا او د تفكر د بډايه كولو هڅه وكړه .
هغه حضرت له دغو دوو مقولو دنيك بختۍ په لور دالوت ددوو رزرونو په توګه په خپلو كلتوری او فكری لارښونو كښې مرسته ترلاسه كړه .
د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد ګران لمسی حضرت امام جواد عليه السلام به تردې حده د خلكو د ضرورتونو د پوره كولو هڅه كوله چې دډيرو بخښونو په خاطر په جواد يعنی ډير بخښونكی مشهور شو .
هغه حضرت دالهی نعمتونو نازليدل دنورو كسانو دضرورتونو په پوره كيدا كښې بلل او په دغه خوښ خصلت كښې يوازې دخدای پاك د رضا فكر یې كاوه .
د حضرت امام جواد عليه السلام له نظره كله نه كله دډيرو وړوكارونو ترسره كول كولای شی انسا ن له خدای پاك ج سره نږدې كړی .
په همدې دليل حضرت امام جواد عليه السلام په يوې سپارښتنې كښې وفرمايل :« زيات استعفار ، نرم خوې ، دډيرې صدقې وركول بنده رضوان يعنی دخدای پاك رضايت ته رسوی .(مسند امام جواد صفحه ۷۴)
حضرت امام جوادعليه السلام په خپل وخت كښې په علم، فضيلت او تقوا كښې ترټولو پوه كس وو خو دناوړه او ظالمو واكمنانو دكينې او دښمنې له كبله یې زر له نړۍ سترګې پټې كړې او د۲۲۰ هجری قمر ی كال دذيقعدې مياشتې په اخری ورځ شهيد كړی شو .
حضرت امام رضا عليه السلام دخپل يوه زوی حضرت امام جواد عليه السلام دژوند ديوې ترټولو غمجنې برخې په اړه فرمايی ؛« هغه په ظلم سره وژل كیږی . په دې ډول چې داسمان فرښتې په هغه ژاړی او خدای پاك ج دهغه په دښمن او په هغه كس چې په هغه ظلم وكړی غضب نازلوی او هغه په دردونكی عذاب كښې ښكيلوی .»
د بيا تسليت په وړاندې كولو سره دحضرت امام جواد عليه السلام يوه وينا درته وړاندې كوو .
حضرت امام جواد عليه السلام فرمايی:« له بدجنسه او ورانكار سړی سره له يوځاې كيدا او دوستۍ ډډه وكړئ ځكه چې هغه ديوې برمنډې تورې په شان دی چې ظاهر یې نيك خو اغيز یې ناوړه دی .»(مسند الجواد صفحه ۲۴۳)
له سستۍ او بې قرارۍ ډډه وكړئ ځكه چې دغه دوه شيان دهرې بدۍ كيلی او چابی ده هغه كس چې سستی وكړی ، حق نشی ادا كولای او څوك چې بې قراری كوی په حق صبر نشی كولای .»( بحارالانوار ټوك ۷۵ صفحه ۱۷۵)
هغه حضرت بيا فرمايی ترټولو ښه شی چې تاسو یې غواړئ دتاسو په اړه وويل شی دخلكو په باره كښې ووايئ .»(بحار الانوار ټوك ۶۵ صفحه ۱۵۲)
د امام جواد عليه السلام د شهادت په هكله خصوصی پاڼه په دې ادرس كې موجوده ده: http://www.whc.ir
888323