IQNA

مهمانپرست: د امريكا سناريو د تهران او رياض ترمينځ د تاؤتريخوالی د رامينځته كولو لپاره ده

9:51 - October 29, 2011
د خبر لمبر: 2213045
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست بیګاله جام جم نړيوال ټيليويژنی چينل سره په خبروكې د ايران په ضد د امريكا د وروستۍ سناريو په باب چې تهران ئې په واشنګټن كې د عربستان د سفيرد ترور په پلانونې تورن كړی وويل، امريكايان د دغې فتنې په پلانونې سره هڅه كوی له صهونيسټ رژيم يعنی له اصلی خطرې پام لرنې واړوی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وزارت له مطبوعاتو او اطلاعاتو نقلوی چې د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست دغه راز زياته كړه امريكائی چارواكی فكر كوی دبې اساسه اودروغو تورونو مطرح كول ډيرلګښت نه لری،دوی نه پوهیږی چې په دې كارسره خپل باور له لاسه وركړی .
مهمان پرست دسيمې هيوادونوته په سپارښتنې سره له هغوی وغوښتل په ځيرتيااوهوښيارتياسره دې د سيمې اواسلامی نړۍ ددښمنانوفتنې په نظر كې ونيسی او دهغوی په فتنو ونه غولیږی .
د ايران دخارجه وزارت ويندوی هم دا راز د بشری حقوقو د خلاف ورزيو او د ايران په باب د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د ادارې د ځآنګړی خبريال د وروستی راپور په باب په ايران د لګول شويو تورونو په هكله هم روښانه كړه هیڅ هيواد د اسلامی هيوادونو په تيره بيا د ايران د اسلامی جمهوريت په اندازه انسانی كرامت او مقام ته پام نه كوی او ايران د هغه څه په باب د اسلامی اعتقاداتو او ارزښتونو په اساس چې بايد د بشری حقوقو د ساتنې لپاره رعايت شی هڅه كوی .
888540
captcha