IQNA

9:51 - October 29, 2011
د خبر لمبر: 2213144

ايت الله جنتی د امريكې چارواكی له تاريخ څخه د عبرت اخيستو ته راوبلل

سياسی او ټولنيزه ډله: آيت الله احمد جنتی په منځڼی ختیځ او شمالی افريقا كې د اسلامی ویښتيا څپې ته په اشارې سره امريكايی چارواكو ته خبردارئ وركړ چې هغوی بايد له تاريخ څخه عبرت واخلی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ساتندويه شوری مشر او د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت الله جنتی وويل امريكا په عراق كې كابو يوه لسيزه بې شميره بې ګناه خلك ووژل او د دې هيواد بيخ بنايی تأسيسات ېې وران كړل خو آخر هم اړه شوه چې د دې هيواد خاوره پریږدی.
ښاغلی آيت الله احمد جنتی د وال سټریټ اعتراضيه غورځنګ ته اشاره وكړه او دا ېې د پانګونې د نظام په وړاندې د نړی د خلكو پاڅون وباله او زياته ې كړه دا د يو سلنې چارواكو په وړاندې د ۹۹ سلنې خلكو د اعتراض غږ دی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت الله جنتی په واشنګټن كې د عربستان د سفير د تورو سناريو ته هم اشاره وكړه او وېې ويل دا د امريكايی چارواكو ځانګړې الګويی ده چې تل تكراریږی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت الله جنتی هم دا راز د هيواد د وروستی بانكی تخلف په اړه وويل قضايی اداره بايد په خپله ذاتی دنده عمل وكړی او متخلف او مجرم كسان د قانون منګولو ته وسپاری.
آيت الله جنتی د خطبې په سر كې د امامت او ولايت د آسمان د ځليدونكی ستوری حضرت امام محمد تقی جواد الائمه د شهادت له امله تسليت هم ووايه.
888542
captcha