IQNA

عربستان، د اسلامی ویښتيا له ويرې حتی د شيعه حاجيانو جاسوسی كوی

18:58 - October 29, 2011
د خبر لمبر: 2213869
نړيواله ډله: د مدينې منوره د سيمې امير عبدالعزيزبن ماجد په چټی ادعا كې ويلی، د حاجيانو د سوكالۍ لپاره په دغه ښار كې پرمختللی كمرې نصب كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نون ورځپاڼئ یې نقلوی چې دې ورځپاڼې د بن ماجد له قوله وليكل، د دغو كمرو تصويرونه او فلمونه ، مركز ته چې پوځی اداره ده استول كیږی او د حاجيانو اطلاعات چې داخل او خا رج كیږی ، ثبت كیږی.
دې ورځپاڼې په دوام كې وليكل، د كمرو په نصبولو سربيره، ټول هوټلونه،روغتونونه ، د هوايی ايجنسيو دفترونه او حتی بسونه هم چې دحاجيانو له لوری كارول كیږی، تر نظر او څارنې لاندې دی.
دې ورځپاڼې په دوام كې وويل، عربستان د حج له مراسمو د اسلامی ویښتيا د غورځنګونو د استفادې په اړه اندیښنه لری.
همداراز شيخ عبدالعزيز بن عبدا... چې د نبوی جومات مرستيال دی وويل، يو نيم زر تنه نور هم د دې جومات دنظم لپاره په محافظينو كې زيات شوی دی. همداراز شناندی وايی چې دغه چاره دسيمې له اسلامی ویښتيا دپراختيا له ويرې ترسره كیږی .
همداراز عربستان دغه هيواد ته د اسلامی ویښتيا و عربی پسرلی له ورتګه سخت په ويرې كې دی او ددې څپې د مخنيوی لپاره په هر ممكن اقدام لاس پورې كوی.
په دې لړ كې شپیګل خپرونې هم ليكلی چې عربستان د ویښتيا له ويرې په مارچ مياشت كې بحرين ته ځواكونه واستول چې خلك وځپی.
خپرونې همداراز وليكل، په يمن كې هم عربستان هڅه كوی چې د ګوندونو تر منځ منځګړيتوب وكړی، څو ددغه هيواد ديكتاتور واكمن پاتې شی.
888503
captcha