د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له االعالم خبری اژانس یې نقلوی چې د راشد الغنوشی په مشرۍ د النهضه اسلامی ګوند د ټونس په لومړنيو آزادو ټولټاكنوكې د پارلمان تر ټولو ډېرې چوكۍ وګټلې.
د جمهوريت لپاره د كیڼ پاله كانګريس ګوندد ۳۰ چوكيو په ګټلو سره په دويم او د كار او آزادۍ ډيموكراټيك ګوندد ۲۱ چوكيو په خپلولو سره په درېيمه درجه كې راغلی دی.
د پارلمان پاتې نورې چوكۍ هم د هغو ګوندونو ترمنځ ويشل شوې چې د ټونس د ولسی ا نقلاب د برياليتوب په سيوری كې یې د فعاليت اجازه ترلاسه كړې ده.
پارلمان د ټونس د اساسی قانون د جوړولو او ددويم جمهوريت د سياسی جوړښت د انځورولو دنده پرغاړه لری.
ډېره ښكاره خبره داده، هغه ګوند چې په پارلمان كې تر ټولو ډېر سياسی وزن ولری،كولای شی چې ددې هېواد د لار نقشې په جوړولو كې ډېره اغيزه پرغاړه واخلی.
كه څه هم چې له نورو ګوندونو سره د النهضه ګوند د پام وړ اختلاف په درلودلو سره، په پارلمان كې تر ټولو ډېرې چوكۍ په واك كې لری، خو دغه ګوند ټينګار كړی دی چې ايتلافی دولت به جوړوی.
د النهضه اسلامی ګوند عمومی منشی، حمادی الجبالی چې د ټونس د لنډمهالی دولت احتمالی لومړی وزير ګڼل كېږی، ويلی دی چې ددې هېواد نوی دولت په راتلونكو لسو ورځو كې جوړېږی.
دې موضوع ته په پام سره، په ټونس كې د لنډمهاله دولت د جوړيدو لپاره اكثريت ګوند لږ وخت لری.
له دې ټولو سره سره د النهضه ګوندد لنډمهاله دولت د جوړيدو لپاره په لومړی ګام كې په نوی دولت كې د ټولو سياسی ګوندونو پر شتون ټينګار كړی دی.
النهضه ګوند ټينګار كړی دی، نيت لری چې دولت به د اكثريت دموافقې پر اساس او د فكر او عقيدې د آزادۍ له مخې جوړ كړی.
هغه اصول چې قاعدتا نه يوازې د خلكو، بلكې د ټونس ډېری سياسی ډلو او ګوندونویې هم هركلی كړی دی.
كه څه هم چې اټكل كېدو چې د ټونس ټولنه پر مذهب نه ولاړه ياسيكولر ده او خلك به ددې هېواد د پرځېدلی ديكتاتور، زين العابدين بن علی له خوا د هېواد له اداری سيستمه په اغيزمنيدو سره، پرمذهب نه ولاړ ډلو پرلور ګروهنه ولری، خو د پارلمانی ټولټاكنو پايلو وښودله چې د ټونس په خلكو كې اسلامی ګروهنه ډېره غښتلې ده.
په تيونس كې له النهضه ګوند څخه د خلكو ملاتړ او همدارنګه په پارلمانی ټولټاكنو كې ددې ګوند له برياليتوب وروسته د خلكو خوښی، د هغه فضا ښودنه كوی چې همدا اوس پر تيونس واكمنه ده.
888467