IQNA

ايت الله خامنه ای: ټول قومونه او مذهبونه، بايد د نوی عراق د جوړولو لپاره هڅې وكړی

17:07 - October 30, 2011
د خبر لمبر: 2214552
سياسی ډله: د رهبرۍ ستر مقام د امريكايی نيواكګرو په وړاندې د عراق د خلكو د درستو پرګنو يو موټی مقاومت د دغه هيواد په تاريخ كښې يوه بله رنګينه پاڼه وبلله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود د دفتر د اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د عر اق د كرستان سيمې له مشر مسعود بارزانې سره په كتنه كښې د عراق اوسنۍ خپواكۍ او ټيكاو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د امريكا د زورونو په وړاندې د عراق د درستو مذهبونو او قومونو يوموټی مقاومت ، په عراق كښې نيواكګرو عسكرو ته د قضايی مسئونيت له وركولو سره مخالفت او بالاخره له عراق څخه وتلو ته د امريكا مجبوره كول ، د دغه هيواد په تاريخ كښې يوه بله زرينه پاڼه ده .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په عراق كښې د بيلا بيلو مذهبونو او قومونو ګډ سوله ايز ژوند غنيمت وباله اوویې فرمايل په عراق كښې اوسنی ثبات او آمنيت د ايران د اسلامی جمهوريت لپاره د خوښۍ ځای دی او درست قومونه او مذهبونه بايد په اتحاد سره د نوی عراق د جوړولو لپاره هڅې وكړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای له باثباته او يو موټی عراق څخه د ايران د اسلامی جمهوريت په ملاتړ ټينګار وكړ او په ډ‌اګه یې كړه په عراق كښې شوی ورانۍ بايد زر تر زره بيا ورغول شی څو يو موټی عراق خپل حقيقی مقام ته ورسیږی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په عراق كښې درست مذهبونه او قومونه د ايران ورونه وبلل چې د ايران له ملت سره ژوری تاريخی اړيكی او ټينګار یې وكړ د عراق او د ايران د اسلامی جمهوريت اوسنۍ اړيكې ښې دی خو ورځ تر بلې بايد پراخه شی .
د عراق د كرستان سيمې مشر مسعود بارزانې هم په دغه كتنه كښې د رهبرۍ له ستر مقام سره په كتنې خورا زياته خوښی وښودله او ايران یې د عراق ورور او دوست هيواد وباله .
بارزانی وويل د عراق حكومت او ملت به هیڅكله ددغه هيواد په سختو ورځو كښې د ايران د ملت او حكومت مرستې او مهربانۍ هيرې نكړی .
نوموړی د عراق د برياوو او خپلواكۍ د ساتلو لپاره ددغه هيواد د درستو قومونو او مذهبونو په هڅو ټينګار وكړ او ویې ويل عراق به تل د ايران له مرستو او لارښوونو استفاده وكړی .
د عراق د كرستان سيمې مشر مسعود بارزانې پرون ديو لوړ پوړې پلاوې په مشرۍ ايران ته راغلی دی .
889940
captcha