د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼې يی نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد د تير مطلب به دوام كې زياته كړه: رسندویې د ټولنو او افرادو د شخصيت په جوړولو او د انسانانو او ولسونو په اړيكو كې ډېر مهم رول لری.
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد د ځيرتيا، صداقت او عدالت خيال ساتل د خبرونو درسولو تر ټولو مهم ټكی وبلل.
د اسلامی ايران ولسمشر په دې بيان سره چې رسنۍ د انسان په اړيكو له واكمنې ليدتوګې او عمومی افكارو سره سروكار لری د اسلامی نړۍ د رسنيو چارواكی دقت ، صداقت او عدالت ته وبلل. ده وويل چې سلطه پالی په خپلو رسنيزو فعاليتونو كې غلط اقدامات كوی خو مونږ حق نه لرو چې حتی د د ښمن په هكله هم غير دقيقې او چټی شننې خپرې كړو.
ښاغی احمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې سلطه پالو په نړۍ او د سلطې لپاره نوې پروګرام پېل كړی دی وويل هغوی چې كله په ولسونو كې له خپلې كركې خبر شول او طرحې یې ولسونو ته اشوا شوې نو نوې طرحې یې پېل كړې او دا ځل یې د ولسونو له ازادۍ سره د مرستې په پلمه په هيوادونو لښكر كشۍ او دهغوی نيول پېل كړې دی.
د اسلامی نړۍ د مطبوعاتو د اتحادیې د تاسيس غونډه پرون د اسلامی ايران د فرهنګ د وزير او د اته ديرشو هيوادونو د اسلامی خپرونو د مديرانو او د ايران د ځينو خبری آژانسونو او مطبوعاتو د مسوولانو په ګډون پېل شوه او پرون مازیګر د يوې بيانیې په خپرولو سره پای ته ورسېدله.
889601