IQNA

د ليبيا او تيونس اسلامی راتلونكی، لويدیځ سخت اندیښمن كړی

17:05 - October 30, 2011
د خبر لمبر: 2214557
نړيواله ډله: د ليبيا د انتقالی شورا مشر وويل، ليبيا به د اسلامی قوانينو په اساس ژوند وكړی او همدارنګ د تيونس خلكو اسلامی ګوند النهضه ته رايه وركړه
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ليبيا له آزادۍ وروسته، د ليبيا د انتقالی شورا مشر وويل، اوس به نوی پيل په سجدی او الله اكبر سره كوو، او په يوې سترې غونډې كې یې د الله دربار ته د شكر سجده ادا او نوی پيل یې اعلان كړ.
هغه په بن غازی ښار كې د قذافی د نسكوريدا او د نوی پيل له كبله د خلكو په ستر شتون كې زياته كړه ليبيا به د اسلامی قوانينو په اساس ژوند وكړی او هر هغه قانون به لغوه شی چې د شرعيت له قوانينو سره په تضاد كې وی.
همداراز د انتقالی شورا مشر په دوا م كې ټينګار وكړ چې مونږ ديوه اسلامی هيواد په توګه شرعيت ، دخپل قانون اساس او بنسټ ګرځوو.
ويل كیږی چې ليبيا كابو ۶ ميليونه نفوس لری، چې دې څخه يو ميلونه د قرآن حافظان دی.
د ليبيا خلك سخت په اسلام پابنده او ټول په يوه خوله شرعيت او اسلام غواړی.
خو دانتقالی شورا د مشر څرګندونې او داسلامی قوانينو او ارزښتونو په اساس نوی حكومت او نوی پيل د لويدیځ او امريكا په خوښنه نه دی .
همداراز د تيونس خلكو د اسلامی ګوند النهضه ته د خپلو اكثرو رايو په وركولو سره چې د پارليمان اكثره چوكۍ یې تر لاسه كړی دی لويدیځ اندښمن كړی دی
په دې لړ كې د فرانس د بهرنيوچارو وزير،آلن ژوپه په لومړی غبرګون كې وويل، مونږ چې په ليبيا حمله كړې او د قذافی د حكومت د نسكورولو لپاره مو لګښتونه كړی دی، نو په دغه هيواد كې په راتلونكو كې، له خپلو ارزښتونو دفاع كوو!!!
لويدیځوال د خلكو او د مسلمانانو غم خواره او زړه سوانده نه دی، بلكه لويدیځ او ناټو په ليبيا هم ،د دغه هيواد تيلو او پكې نورو سپيرو هدفونو لپاره،په دغه هيواد حمله وكړه او هدف یې د دغه هيواد په شتمنيو واكمنی او په عين حال كې یې بل مهم هدف، د دغه اسلامی حكومت چې خلك یې په اسلام مين دی، په يوه سيكولار حكومت بدلول دی ، څو خلك له اسلامی ارزښتونو لرې او په فساد كې ډوب ، او له دې لارې ، اوبه خړې كړی او ماهيان ونيسی.
لويدیځ غواړی چې په ليبيا كې بيا هم خپل ګوډاګی او سيكولار حكومت واكمن كړی، څو له دې لارې بيا هم د اسلامی هيوادونو تر منځ د خپلو ګوډاګيانو په وسيله بې اتفاقی او دوه ډلې توب رامنځته كړی، او وې ساتی.
د ليبيا په هغه ښار كې، چې د لومړی ځل لپاره د قذافی پر ضد پاڅون پيل شوی و، د جمعې په ورځ د شريعت د پلی كيدو لپاره ستر ﻻريون تر سره شو.
د بنغازی د ښار يوه تن امام احمد المغربی ويلی: زموږ هېواد مسلمان دی او بايد شريعت پكې پلی شی. ځينو ﻻريونو كوونكو ويلی، چې د قذافی حكومت په وخت كې د شريعت قانون وجود نه درلود خو موږ په خپله په خپلو كورنو كې په شرعيت عمل كړی او كوو به یې .
امنيت شورا پر ليبيا د بريد لپاره ناټو ته سپين چك ورسته له هغه وركړ، چې په رسنيو كې داسې نا تاييد شوی خبرونه خپاره شول، چې ګواكې د قذافی ځواكونو پر ﻻريون كوونكو باندې بمباری كړې.
د ليبيا د نوی حكومت د روغتيا وزارت وايی، چې په تيرو اوو مياشتو كې، د ناټو په بمبارۍ كې په دغه هېواد كې ديرش زره ملكی خلك وژل شوی دی.
د نوموړی سرچينې په وينا دا شميره په ټولو عربی هېوادنو كې، چې اوسمهال ناكراره دی، لوړه ده دې ته په پام سره چې د ليبيا نفوس هم ډيركم دی.
889785
captcha