IQNA

اسراييلی الوتكو د دوهم ځل لپاره د فلسطين د غزې ښار په مسلمانانو بمباری وكړه

17:06 - October 30, 2011
د خبر لمبر: 2214559
نړيواله ډله: اسراييلی الوتكو د دوهم ځل لپاره نن سهار د اكتوبر د مياشتی په ديرشمې نیټې د فلسطين د غزې ښار جنوب او ختیځ په مسلمانانو بمباری وكړه
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې شاهدان وایې چې د سهار د لومړۍ بريد نښه د القسام پوځې ځواك د فتر چې په الزيتون سيمه كې ؤ بمباران شو
د فلسطين داسلامی جهاد غورځنګ القدس كنډكونو له دغه حملې وروسته په اسدود، غان يفنه او لخيش سيمو كې د اسراييلو په مورچو توغندويی بريدونه وكړه چې يو صهيونسټی پكې ژوبل شو.
پرون د غزې په تړانګې د صهيونسټی الوتكو په بريدك كې پينځه كسان منجمله د القدس كنډكونو يو كوماندان شهيدان شوې وو.
ځينو سرچينو دشهيدانو شمير اوه تنه اعلان كړی و.
889615
captcha