په تهران كې د مطبوعاتو او خبر ی اژانسونو په اتلسم نندارتون د پاكستان د مطبوعاتو استازې ښاغلی خادم حسين د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې وويل چې د اسلامی نړۍ رسندویې د اسلامی اتحاد او يووالې راوستلو لپاره او د اختلافاتو ختمولو لپاره ښه رول لوبولې شی.
هغه زياته كړه چې د اسلامی هيوادونو ډيرې رسنې او مطْبوعات د لويدیځ رسنيو څخه پيروی كوی هغه په دې خبرې د افسوس په كولو سره وويل چې د اسلامی نړۍ د خبريالانو، تحليلوونكو او د رسنيو استازيو پكار دی چې په ازادۍ سره خبرونه خپور كړی او داسې مزبوټې تبصری او تحليلونه وړاندې كړی چې د اتحاد او يووالې سبب وګرځې.
889532