IQNA

په يونسكو كې د فلسطين غړيتوب، د اسرييلو غصه راپرولی ده

22:34 - November 02, 2011
د خبر لمبر: 2216747
نړيواله ډله: د ملګرو ملتونو يونسكو موسسې، له ۱۰۷ مثبتو رايو سره په دې موسسې كې د فلسطين غړيتوب تصويب كړ. دغه اقدام به، په نيواكی سيمو، لويدیځې غاړې، او نورو سيمو كې چې يونسكو پكې د خپلو طرحو د اجرا په حال كې ده، ډير اغيز وكړی او د فلسطين موقعيت به له پخوا زيات پياوړی كړی.دغه اقدام د صهيونست نيواګر رژيم او د ا مريكا د سختې غصې سبب شوی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د تهران له رادیو یی نقلوی چې د يونسكو ددې فيصلې نه روسته امريكا سمدستی اعلان وكړ چې د يونيسكو دغه اقدام ډير د خواشنۍ وړ، او يو خام اقدام ،.
امريكا ورپسې، د سختې غصې له كبله له يونسكو سره خپلې مالی مرستې هم وځنډولې.
هم دا راز امريكا تر دې وړاندې ژمنه كړې وه چې د روان كال په نوامبر مياشت كې به ۶۰ ميليونه ډالره يونسكو ته وركړی، خو د فلسطين له غړيتوبه یې وروسته اعلان وكړ چې دغه پيسې هم يونسكو ته نه وركوی.
امريكا ا وس د فلسطين په مسلې كې د افغانستان ا و عراق په څير سخته لالهانده شوې ده او د فلسطين د پياوړتيا د مخنيوی لپاره هر اقدام كوی.
له يونسكو سره د امريكا د مرستو د بندولو يو علت دا دی چې دغه موسسه تر دباو لاندې راولی او ځينې بې وځلی او د دريمې نړۍ هيوادونه چې ددې موسسې غړی دی او ورته د غړيتوب پيسې نه شی وركولی ، هغوی له دې موسسې وباسی او د رایې حق ترې وا خلی، ځكه چې كابو ټول دغه هيوادونه د فلسطين دحق پلويان دی، او په ګټه یې رايه وركوی.
په دې بڼه فكر كوی چې كولی شی د فلسطين په حق كې رایې كمې كړی .
همداراز غواړی چې دې موسسې ته وښيی چې د امريكا مالی مرسته ورته مهمې دی ، او مجبوره یې كړی چې د امريكا او صهيونست نيواګر رژيم غوښتنو ته غاړه كیږدی.
همداراز بله چاره هم امريكا او نيواګر رژيم سخته اندیښمنه كړې ده هغه داه چې، د فرانسې په شمول د امنيت شورا ۹ غړيو د دوشنبې په ورځ ، په يونسكو كې د فلسطين غړيتوب لپاره مثبته رايه وركړه. نو دا چاره هم په امنيت شورا كې نيواګر رژيم او امريكا ته يو سخت ګوزار بلل كیږی.
نيواګر رژيم او امريكا اوس له دوه مسلو سخته ويریږی او اندیښنه لری.
اول داچې زياتره عرب او مسلمان او په عين حال كې حق غواړی هيوادونه دفلسطين د حق پلويان دی ،او له دې وروسته به هم په ملګرو كلتونو كې دفلسطينی حق غوښتونكی وی.
دويمه دا چې نيواګرو او زيات غواړو ته لا اندیښمنونكې ده ، اسلامی ویښتيا ده .
د سيمې او په عربی هيوادونو كې اسلامی ویښتيا سبب شوه چې حتی هغه عربی هيوادونه چې د نيواګر رژيم سره نږدې روابط درلود او په فلسطين یې دباو واردوه، اوس اسلامی انقلابونه سبب شوی چې په دغو هيوادونو كې ،خلك د خپلو حقوقو او د فلسطينيانو د حقوقو غوښتنه وكړی او په دې لړ كې له نيواګر رژيم سره دهر ډول روابطو د غوڅولو غوښتونكی دی .
دغه موضوع په نيواګر رژيم او امريكا سخت دباو اچولی او هغوی یې سخت حيران كړی دی.
نو اوس كه چيرې د فلسطين مسله په امنيت شورا كې بيا مطرح شی، نو امريكا به د ويتو له ناروا حق څخه استفاده وكړی.
صهيونست رژيم تر دې وړاندې هم له يونسكو ا و نړيوالو موسسو سره زياتې ستونزې درلودلی دی.
په دې لړ كې د صهيونست رژيم يوه مهم مقام وويل، كه په غبرګون كې مونږ له يونسكو موسسې ووځو، نو هغوی به هیڅكله مونږ ته دبيا غړيتوب اجازه ورنكړی.
بايد ووايو چې نيواګر رژيم په په ۱۹۴۰ ميلادی كال كې د يونسكو غړی شو، خو په ۱۹۷۴ كال كې د بيت المقدس تر څنګ د غير قانونی كيندنو له كبله له دې موسسې وايستل شو. نو دې ته په پام سره په دې موسسې كې د نيواګر رژيم شتون لړزانه دی.
خو د دې په اپوټه د اسلام د لومړۍ قبلې آزادی او د فلسطين خپلواكی يو ګام نور هم مخ په وړاندې لاړه.
سرچینه یی د تهران ریدِیو ویب سایت ده
891139
captcha