IQNA

د لړم د مياشتې ديارلسمه نیټه د اسلامی ویښتيا، له استكبار سره د مبارزې ورځ

11:05 - November 04, 2011
د خبر لمبر: 2217034
سياسی ډله: د تهران د ټؤلو دينی مدرسو او علميه حوزو په يباينې كې راغلی دی چې په مينځنی ختیځ سيمې كې د وروستيو پاڅونونو له مخكنيو پآڅونونو سره فرق دا دی چې خلك د امريكائی حكومت په سلطه غواړو او پيچلو سياستونو ښه خبر دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د هيواد د نورو خلكو په شان د تهران د دينی مدرسې او علميه حوزې هم د لړم د ديارلسمه نیټه چې د استكبار سره د مبارزې ورځ ده نن د جمعی په ورځ لمانځې په همدې مناسبت یې يوه بيانيه خپره كړې دا

بسم الله الرحمن الرحيم
والعصر، ان الانسان لفی خسر، الاالذين آمنوا وعملواالصالحات وتواصوابالحق وتواصوابالصبر

د لړم د مياشتې د ديارلسمی نیټې يعنی د استكبار سره د مبارزې ورځ په رارسيدو سره له ټؤل قوم او ملت غواړو چې دا ورځ ولمانځی په بيانې كې راغلی دی چې د امريكا حكومت له خپلو ټولوډيپلوماټيكو او پروپیګنډيزو هلوځلوسره سره نه دی توانيدلی د اسلامی ویښتيا د څپې په وړاندې بند جوړ كړی او د امريكا د ملاتړ وړ په ظالمو نظامونو كې د انقلاب لاره د خپلو ګټو په لور روانه كړی.
د ايران داسلامی انقلاب په تاريخ كې يوه تل پاتيكيدونكی ورځ د نومبر څلورمه نيته ده . په دغې ورځې په بيلابيلوكلونوكې درې مهمې تاريخی پیښې رامينځته شوی دی . ددغو درو پیښو يوه مهمه ځانګړنه په دغو پیښو كې دامريكا رول دی . په همدې دليل دايران د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب په كلتور كې د لړم ديارلسمه نیټه له : استكبار سره د مبارزې ملی ورځ نومول شوې ده . په دغو دروواړوپيیښوكې دامريكا په وړاندې د ايران د میړنی ولس هوښياری اوځيرتياد پآم وړ اواوڅاره ده . د ۱۹۶۴ كال دنومبر په څلورمه نیټه تر كې ته دامام خمينی جلاوطن كيدا ،د ۱۹۷۸ كال د نومبر په څلورمه د تهران دانقلابی محصيلينو اوزده كونكوعامه وژله اوهمدارازد۱۹۷۹ كال دنومبرپه څلورمه دمسلمانوانقلابی محصيلينوپه لاس په تهران كې د امريكادسفارت په لادقيقه خبره د :جاسوسۍځالې : نيولل،دايران داسلامی جمهوری نظام د رامينځته كيدا،برياليتوب اوپياوړتياپه بهيركې در ې مهمې اواغيز شيندونكی پیښې دی .دايران اسلامی انقلاب له داخلی استبدادسره په مبارزې اوهمدارازله بهرنی استعمارسره په مبارزې كې چې په ايران كې دداخلی استبدادبشپړملاتړی ؤدوه اړخونه درلودل .داسلامی انقلاب ارواښادلارښودحضرت امام خمينی د غورځنګ له هماغه پيله د پاچائی نظام او بهرنی استعمار يعنی دامريكا د ظالمانه سياستونو په باب د ايران له پاچائی نظام سره د خپلې مبارزې په پروګرام كې په يو وخت روښانونكی ويناوې وكړې. داستعمارګروحكومتونودنيغ په نيغه استعماردپړاؤله ختميداوروسته استعمارګروغير مستقيم استعماربلكې په بله وينانوی اوماډرن استعمارته مخه كړه .له لومړی اودوهم نړيوالو جنګونووروسته ټول ښكيلاك شوی هيوادونه خپلواكه شول ،خو له بده مرغه په زياتره هيوادنو كې ظالم واكوالان قدرت ته ورسيدل او ياپه ظالمانه رودوسره په قدرت كې دپاتيكيدواودخپلواكۍ مشرانوداستعمارګروقدرتونودملاتړ جلبولوته مخه كړه .انقلابونه هم چې داړونده ظالمو حاكمانو په ضد په ځينو هيوادونو كې وشول، له بشپړبرياليتوب سره يو ځای نه وو،انقلابيان له خپل يوه استعمارګرحكومت له سلطې د ژغوريدا لپاره د يوه بل استعمار ګر حكومت تر ملاتړ لاندې ورتلل . دغه موضوع زياتره د شپتمې ،اويايمې اواتيايمې لسیېزوپه انقلابونودلالت كوی .
د ايرانيانواسلامی انقلاب يو داسې انقلاب ؤ چې نه د ختیځ او نه د لویځ په شعار سره بريالی شو . دانقلاب دغه څرګنده ځانګړنه هم دشپتمې ميلادی لسيزې په لومړيو كې داسلامی انقلاب د غورځّنګ له پيليدا راهسې د حضرت امام خمينی د لارښونو او مشرتوب پامته داره ؤ په دغوشپوورځو كې امريكا په لټه كې وه پر ايران دخپلې سلطې دپياوړی كولو لپاره په ايران كې دكيپیټليشن په نامه يوقانون وتپی چې په اساس ئې په ايران كې ټول سلاكاران قضائی خونديتوب ولری اودهغوی پرجرمونودايران محكمې د غورصلاحيت نه لری . امام خمينی داستعمار ددغه قانون په وړاندې ايشواكونو ته مخه كړه اوپخپلو ويناؤ كې ئې دكيیټليشن قانون سره سخت مخالفت وكړ .دامام خمينی ولسی حيثيت اومقام ته په پآم سره پاچاپه سخته دامام بزرګوار په دغوايشواكونو سخته خطره احساس كړه .
حضرت امام خمينی له امريكاسره دپآچارژيم په اړوندوالی او همداراز دايران د ملت د ګټو په ضد په سياستونوله سخت اعتراض اومخالفته وروسته د ۱۹۶۴ كال دنومبرپه څلورمه تركیې ته جلاوطن شو.دپاچادځپونكی ر ژيم له دباؤنوسره دتهران دبازار بنديدا،دعلميه حوزوددرسونوتراوږدې مودې لپاره چټی كيدااو همداراز نړيوالو اورګانونوته دليكونواوتومارونودلیږلوپه څير سخت اعتراضونه وشول .خو بلاخره امام خمينی تركیې ته او ورپسې نجف او فرانسې ته له پنځلس كلنې جلاوطنۍ وروسته د ۱۹۷۹ كال د فرورۍ په لومړۍ نیټه بيرته ايران ته راستون شو او لس ورځې له دې وروسته چې امام د خپل امت په مينځ كې شتون ولری، د ايران دولس اسلامی انقلاب بريالی شو .
دوهمه واقعه د تهران دپوهنتون په وړاندې د انقلابی محصيلينو اوزده كونكو وژله وه . د ۱۹۷۸ كال په منی كې دايران دولس د انقلابی مبارزو داوج شپې ورځې وې او ددغه بهير په دوام كې دتهران د ښونځيو په لسګونو زره زده كونكی او محصيلين د ۱۹۷۸ كال د نومبر په څلورمه نیټه د تهران د پوهنتون په وړاندې غونډ شول اودپآچا ئی رژيم په ضدئې مظاهرې وكړې . دپاچائی نظام ځانګړی ځواك دتهران پوهنتون په وړاندې په انګڼ كې ډير زده كونكی په نښه كړل .په دغې ورځې دپوهنتون دروازې بندې وې او زده كونكودپاچادتالی څټوځواكونوله يرغلونواو ډزود تښتې لپاره لاره هم نه درلوده،په همدې دليل ددغې ورځې دغميزې د شهيدانو اوټپيانوشمير زيات شو .امريكاچې تل ئې ځان د بشری حقوقو دفاع كونكې ګڼی ، او هر كال ددغه هيواد خارجه وزارت پخپل خيال د ؛بشری حقوقو: د خلاف ورزی كونكويو ليسټ وړاندې كوی، د تهران د زده كونكودعامې وژلې په وړاندې یې چپتيا غوره كړه . په هغوسندونو اوكتابونو كې چې داسلامی انقلاب په باب په تيره بيا په لويدیځ كې خپرهّ شوی په ډاګه پكې راغلی دی چې په تهران كې د زده كونكو له عامې وژلې وروسته د امريكا د وخت دولسمشر جمی كارټردملی امنيت سلاكارزبیګينوبرژينسكی له پاچاسره په ټيليفونی تماس كې هغه دايران دولس ځپنې ته وهڅوهّ اوهغه ته ئې ډاډوركړچې هماغه راز دامريكاله ملاتړه برخمن دی . پر دې اساس ويل كيدلی شی له اسلامی جمهوری نظام او د ايران له ولس سره دامريكا مقابله حتی د اسلامی انقلاب له برياليتوب مخكې پيل شوې وه
د ايران د اسلامی انقلاب په تاريخ كې د نومبر د څلورمې نیټې دريمه مهمه پیښه په ۱۹۷۹ كال كې په تهران كې دامريكاد سفارت په بله وينا د جاسوسۍ د ځالې نيول وو . د پاچا په دور كې په تهران كې د امريكا سفارت د يوه سفارت له چوكاټه ورآخوا عمل كاوهّ او په عمل كې په بيلابيلو ډګرونو كې دامريكا له حكومت سره دايران دحكومت د سياستونود غږملولولپاره يومركز ؤ .داسلامی انقلاب له بری وروسته دامريكاسفارت د پاچا رژيم له پاتې تالی څټواوانقلاب ضداوځينوخرڅ شويوكسانوسره داسلامی انقلاب په ضددغږملتيااومنظميدالپاره په يوه مركز بدل شو .
د ۱۹۷۹ كال په فرورۍ كې د اسلامی انقلاب له بری راهسې دهمدغه كال دنومبرپه څلورمه په تهران كې د امريكا د سفارت تر نيول كيداپورې په دغه هيواد كې ديره امريكائی ډيپلوماټانو د جمهوری اسلامی نوی نظام ته دتاوان رسولواودګوزار لپاره له هیڅ اقدامه ډډه نه ده كړې . د انقلاب ضدډلګيوله سرغنوسره تماس، د كودتاله چينلونوملاتړاو ورسره ارتباط او همداراز د ايران په داخل كې ډول ډول دسيسې اودهغو ترهه ګرو ډلګيو مالی ملاتړونه چې د ايران په لودیځ اوجنوب كې دتيلی پايپ لاينونوپه تباه كولواود ناكراريواوبې ثباتيوپه رامينځته كولوكې ئې بشپړلاس درلود،په تهران كې دامريكاپه سفارت كې په ظاهره دديره كسانوفعاليتونه وو .په تهران كې دامريكاد جاسوسی ځاله په همدې اساس د ۱۹۷۹ كال د نومبر په څلورمه نیټه د امام د خط د پيروكارومحصيلينو په لاس ونيول شوه . د جاسوسۍ دځالې نيول كيدا پر ايران دامريكا د سلطې اواو لاسوهنې دتل لپاره ختمې كړې . امام خمينی د جاسوسۍ د ځالې دنيول كيداملاتړوكړ اودا ئې دوهم انقلاب ونوماوهّ .په حقيقت كې دنړې په زياتره هيوادونوكې دامريكا سفارتونه د جاسوسۍ د مركزونو په توګه عمل كوی . په مينځنی ختیځ سيمې كې په وروستيو چټكو بدلونونو او د اسلامی ویښتيا په څپې كې چې په دغې سيمې كې رامينځته شوې، دامريكا حكومت هڅه كوی له خپلو ډيپلوماټيكو آوزارونو څخه په استفادې سره چې په هغو كې خورا مهم په دغو هيوادونو كې د امريكاسفارتونه دی ، په دغو هيوادونو كې ئې بدلونونه د خپلوګټوپه لوردكاږلواولارښونوهڅه كړې ده .په مصر،تيونس،بحرين ،يمن اوڅونوروهيوادونوكې دپاڅون په بهيرونودامريكاسفارتونه پخپلې خوښې اوددغوهيوادونوپه داخلی چاروكې په ښكاره لاسوهنوسره په سپين سترګيتوب سره د سيمې حالات نوره هم خرابوی څو په دغې سيمې كې خپلوسپيرو موخوته ورسیږی .دسورئې په بدلونونوكې دامريكادسفيرښكاره لاسوهنې اوددمشق دحكومت له ځينومخالفومشرانوسره دهغه پرله پسې ليدهّ كاته اودهغوی مالی ملاتړونه دومر ه څرګند او په سپين سترګيتوب سره وو چې دخلكوله سخت اعتراض اوغوسې سره مخامخ شول اوبلاخره ددغه هيوادپریښودلو ته مجبوره شو . په مينځنی ختیځ كې له مخكينيوپاڅونونوسره دوروستيوبدلونونو يوتوپيردادی چې خلك دامريكادحكومت په سلطه غواړواوضدونقيض سياستونوښه پوه اوخبر شول .همدغه پوهه سبب شوې ده چې دامريكاحكومت له خپلوډيپلوماټيكوهلوځلواو پروپیګنډوسره سره ونه توانيدهّ داسلامی ویښتيا دلوئې څپې په وړاندې كوم خنډاويا بندجوړ كړی اودامريكادملاتړ وړنظامونو كې د انقلاب لاره دخپلو ګټو په لوروكاږی .دامريكاحكومت ډيره هڅه وكړه چې په مينځنی ختیځ سيمې كې وروستی ټولنيز خوځښتونه داقتصادی كمښتونواو د سياسی دباؤنوكې د يوې جرړې په توګه تبليغ كړی .
دامريكائی حكومت دغه حركت اسلامی ارزښتونو ته په ستنيدا كې ددغو هيوادونود خلكو د غوښتنو دڅنډې ته كولو لپاره دی . د تيونس دانتخاباتو نتيجې او دالنهظه اسلامی غورځنګ برياليتوب وښودله چې دامريكا ئی حكومت دغې هڅې هیڅ نتيجه نه ده وركړې اوپه مينځنی ختیځ سيمې كې ورورستی پاڅونونه له داخلی استبداداوبهرنی استعمارسره دمبارزې دوه اړخونه لری .
دايرن ولس په دغودرو پیښوكې چې دنومبرپه څلورمه رامينځته شوې وښودله چې ددښمن پيژندنې په عنصر كې دحضرت امام خمينی په لارښونوسره چې داسلامی ویښتيا لازمه ده ،په بشپړ ډول برخمن دی اوخپل اصلی دښمن يعنی امريكا په ډير ښه ډول پيژنی .داهماغه شی دی چې نن سبادمينځنی ختیځ دهيوادونو په اسلامی ویښتيا اوپاڅون كې هم له ورايه ترسترګوكیږی او صهونيسټ رژيم اوامريكااودغه راز نورلودیځی هيوادونه ئې سخت ويرولی اولالهانده كړی دی
892776
captcha