د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله احمد خاتمی د دې خبرې په كو لو سره چې امريكا له ديرو داخلی او بهر نيو مشكلاتو سره مخا مخ ده ، جو ته كړه د وال سټر یټ د اعتر اضو نو دوام د دغه حقيقت ښو دنه كوی چې د لو يدیځ نظام له ماتې سره مخامخ شوې او په هغه ګرداب كې چې پخپله یې رامينځته كړې دې ښكيل شوې دې.
ايت الله خاتمی د ايران د اسلامی انقلاب د سا تندويه ځواك د لوړ رتبه قوماندانانو د ترور په هكله د امريكايی مسولانو د وروستيو څر ګندونو ته پا اشارې سره وويل درست اسناد او شواهد د دې ښودنه كوی چې امريكا په نړۍ كې تر ټولو ستر ه حكومتی ترهه ګره ده .
هغه جوته كړه د سا تندويه ځواك د قو ما ندانا نو په ترور اعتراف په نړۍ كې د امريكا د ذلت او خوارۍ اوج دې .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب ايت الله خاتمی د سيمې له ديكتاتورانو د امريكا د ملاتړ په اړه هم وويل امريكا هغه اسلامی ویښتيا چې په مينځنی ختیځ كې یې بڼه غوره كړی ده كنټرول كړ ی ، ځكه چې د سلطې پړاو ختم شوې دې او ظا لم واكمنا ن په خلكو كې هیڅ ځایې نلری.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب همداراز په بحر ين كې شويو جنا يتو نو ته اشاره وكړه او ویې ويل امريكا او عر بستان په بحر ين كې د ال خليفه رژيم اصلی ملاتړی دی او د خلكو په وژلو سره هڅه كو ی د دغه هيواد ديكتاتور حكو مت وسا تی .
ايت الله خا تمی د ال خليفه رژيم په بندونو كې د بیګناه ښځينه بنديانو شتون ته اشاره وكړه او ویې ويل په دغو جيلو نو كې ښځې په ډير څاروی ډوله شكل شكنجه كیږی او د هغو ګناه يوازې د خپلو روا غوښتنو پوره كيدا ده .
ښاغلی خا تمی له عراقه د امريكا وتلو ته اشاره وكړه او ویې ويل امريكا له كلو نو كلونو نيواكګرۍ وروسته د عراق پریښو دلو ته مجبوره شوی ده ، ځكه چې د عراق نيواك د واشنګټن لپاره له ذلت او خواری پرته څه ندی راوړی .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب ټينګار وكړ امريكا په تيرو پنځوسو كلو نو كې په لسګو نو هيوادونو كې نيغ په نيغه يا په غعير مستقميه تو ګه پو ځی لاسوهنه كړی ده چې بيا مجبوره شوی ده په ډيرې خوارۍ سره له دغو هيوادونو وتښتی .
هغه جو ته كړه په نړيواله سويه د امريكا كشتی په خاورو كې ښخه شوی ده او استكباری نړۍ به په اسلامی ویښتيا سره هیڅكله د دې توان ونلر ی چې د اسلامی امت په وړاندې ودریږی .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب همداراز د جمعې لما نځه د خطبو په بيل كې د ولايت او امامت د اسمان د پينځم ځلانده ستوری حضرت امام محمد باقر عليه سلام د شهادت د كليزې په مناسبت د تسليت په وړاندې كولو سره د دغه ستر امام د شخصيتی ځانګړ نو په سپړلو سره په علومو بشپړه احاطه، امانت داری او له مظلومانو ملاتړ د هغه حضرت ځا نګړنې وبللې .
892905