IQNA

16:36 - November 04, 2011
د خبر لمبر: 2217221

د سپاه پاسداران ځواك د مومنو او زړه ورو قوماندانانو ګواښول د حكومتی ترهه ګرۍ ښكاره بيلګه ده

سياسی ډله: د ايران مسلمان او استكبار دښمنه ملت نن په درست ايران كې له استكبار سره د مبارزې د نړيوالې ورځې ميليونې لاريون په داسې حال كې ترسره كړ چې د نبوی (ص) باغ د پينځم ګل حضر ت امام باقر عليه سلام د شهادت په وير كې ډوب وو.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كې په لكونو زده كونكيو، محصلينو او د بيلا بيلو پرګنو خلكو نن د امريكا د پخوانی سفارت د جاسوسی ځالې په وړاندې په راغوڼديدا سره امريكايی ضد شعارونه وركړل.
په دغو عظيمو او پراخو مظاهرو كې ګډون كونكيو په لاسونو كې د اسلامی ايران د بيرغونو او د سيمه په هيوادونو كې د امريكا د لاسوهنو په غندلو كې د بينرونو په لیږدولو سره د نړيوال استكبار په وړاندې د اسلامی نړۍ د مقا ومت غو ښتنه وكړه. ځينو لاريو ن كونكيو هم داسې كپړې په ځان اچولی وې چې پرې مړه دې وی امريكا شعار ليكل شوې وو.
د لړم د ۱۳ نیټې د يو م ا... په مناسبت د ايرانی ملت پراخ او عظمی لاريون د يوه پريكړه ليك په صادرلو سره پایې ته ورسيد .
په دغه پريكړه ليك كې ، وحدت ، يو زړه والې ، ملی يو والې ، د ولايت فقيهه چورليز توب او د اسلامی انقلاب لارښو نې د اسلامی ايران د غليما نو د شيطا نی سناريو ګا نو او نقشو د ما تې عامل بلل شوی دی .
له نړيوال استكبار سره د مبارزې د ملی ورځې د لاريون د پاې په پريكړه ليك كې راغلی دی د ايران ستر ملت هماغه راز امريكا ستره شيطانه او د خپل لومړنۍ درجې دښمنه بولی او د ايران پر ضد د ځينو امريكايی مقاماتو تورونه او چټی ويناوې او په ترور د ايران د اسلامی انقلاب د سا تندويه ځواك د مومنو او زړه ورو قوماندانانو ګواښول د حكومتی ترهه ګرۍ ښكاره بيلګه او د اسلامی انقلاب د لوړو ایډيا لو نو په وړاندې د سپينې ماڼې د لالهندۍ ښو دونكی بو لی .
په دغه پريكړه ليك كې همداراز د امريكا يی چا رواكو د استكباری دریځونو د غند لو په تر څ كې د نړيوال استكبار له متكبرانه او ظا لما نه سياستو نو د كركې په څر ګنديدا سره د امريكايی چارواكو په جر مونو د جدی غور او په نړيوالو محا كمو كې د هغو د محا كمه كيدا غو ښتنه شوی ده .
د دغه پريكړه ليك په يوې بلې برخې كې ټينګار شوې دې د ايران مسلمان او ظلم دښمنه ملت د اسلامی ویښتيا په ملاتړ او د امريكا او صيهونيسټ رژيم تر ملاتړ لاندې د ديكتا تورانو په وړاندې د تيو نس ، مصر او ليبيا هيوادونو د مسلما نو او انقلابی ولسو نو د بر يا ليتو بو نو په مباركی او د يمن او بحرين د مسلما نو ملتو نو د بر ياليتوب ارزو او هيله څرګنده شوی ده .د پريثكړه ليك په بلې برخې كې د جعلی او غاصب صيهونيسټ رژيم په وړاندې د فلسېين د مظلو مو خلكو د مقا ومت او دريدا د ستايلو په تر څ كې ټينګار شوې دې د مقا ومت دوام د اسرايلو د نيواكګرۍ د ختمو لو يوازنۍ لاره ده .
په عين حال كې په دغه پريكړه ليك كې د ايران پتيالی او استكبار دښمنه ملت د نيواكګرانو پر ضد د عراق د ملت د بريالی مقاومت په مباركی ويلو سره له دغه اسلامی ټا ټو بی د امريكايی نيواكګرانو د وتلو پيل د دغه هيواد د دينی ولسواكی د برابريدا پيلامه بلل شوی ده .
892895
captcha