IQNA

په تهران كې د سويذرلينډ د سفارت ديپلمات خارجه وزارت ته راؤغوښتل شو

10:47 - November 05, 2011
د خبر لمبر: 2217490
سياسی ډله: په تهران كې د سويذرلينډ د سفارت ديپلمات، د امريكا د ګټو د حافظ په توګه ، د ايران په ضد په ترهه ګرو خوځښتونو كې د امريكا د حكومت د لاسوهنې په ايشوا كيدا پسې ، د ايران خارجه وزارت ته احضار شو.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له وزارت خارجه دفتر یې نقلوی چې د رهبرۍ د ستر مقام او د ملی امنيت د لوړې شورا د منشی، سعيد جليلی له لوری په ترهه ګرو خوځښتونو كې د امريكا د حكومت د لاس لرلو له ايشوا وروسته، په تهران كې له استكبار سره د مبارزې په ورځ د سويذرلينډ د سفارت ديپلمات خارجه وزارت ته احضار شو.
د ايران د خارجه وزارت د شمالی امريكا د دفتر مشر د سياسی ډله: په تهران كې د سويذرلينډ د سفارت ديپلمات، د امريكا د ګټو د حافظ په توګه ، د ايران په ضد په ترهه ګرو خوځښتونو كې د امريكا د حكومت د لاسوهنې په ايشوا كيدا پسې ، د ايران خارجه وزارت ته احضار شو.
د سفارت له ديپلمات سره په كتنې كې ټينګار وكړ، اسلامی ايران د ايرانی مقاماتو او پوهانو په ضد د ترهه ګرو عملياتو په طراحۍ كې په امريكا پورې د ا ړونده عناصرو د لاسوهنې او د امريكا د حكومت د ملاتړ په اړه كره اسناد په واك كې لری.
هغه زياته كړه د امريكا د غه چلند هغې له نړيوالو ژمنو سره په روښانه تضاد كې دی،ځكه لازمه ده چې ډير ژر دايران په داخلی چارو كې لاسوهنه بنده كړی.
هغه جوته كړه، د دغو سندونو د كره اوسيدا ماهيت ته په پام سره،د ايرانی مقاماتو او دايران د هدفونو په ضد د هر ډول ترهه ګرو اقداماتو مسوليت به دامريكا د حكومت په غاړه وی.
په تهران كې د سويذرلينډ ديپلمات اشتاينر هم د ايران د حكومت د دریځونو له اوريدا وروسته ټينګار وكړ، دغه موضوع به د امريكا حكومت ته منعكسه كړی، او نيتجه به یې هم دايران خارجه وزارت ته اعلان كړی.
سعيد جليلی نن وويل، امريكا په نړۍ كې د ترهه ګرو عملياتو او جنايتونو اصلی تورنه ده .
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام وړمه ورځ ټينګار وكړ، امريكا په ايران او سيمې كې د ترورونو تر پردې شاته ده او په باوری او د اطمينان وړ سندونو سره به یې رسوا كړو.
893148
captcha