د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن د اسلامی ايران د حربی پوهنتون د محصلينو د لوړې په مراسمو كې ،د امام علی ع په فوځی پوهنتون كې وفرمايل د ايران پياوړئ ملت داسې ملت نه دئ چې يواځې كينی او دپوچو او مادی ابر قدرتونو د يرغلونو ننداره وكړی .
د انقلاب معظم رهبر وفرمايل څوك چې په ايران د يرغل فكر په خپل سر كې روزی بايد ځان د فوځ ، سپاه ، بسيج او په يوه خبره د ايران لوی ملت د فولادی سوكانو او درنو څپړو ګزارونو ته چمتو كړی .
د ايران د ټولو قواوو اعلی قوماندان حضرت آيت الله العظمی خامنه ای زياته كړه . د اسلامی جمهوری نظام جوړښت ملی يوالئ او د ايرانی ملت د زړونو نږدې والئ زموږ تر ټولو لوی او دفاعی ځواك دئ او ټول په دې مؤظف دی چې د نظام دا پياوړئ او مستحكم جوړښت وساتی او لا نور ېې هم پياوړئ كړی .
هغوی د فوځ په ګډون د ايران د وسله والو ځواكونو دفاعی چمتوالی ته په اشارې سره زياته كړه د تقوا، ايمان او ديانت په څنګ كې د وسله والو ځواكونو دا دفاعی چمتوالئ د ايران د ملت لپاره وياړ دئ چې بايد وساتل شی او پياوړئ شی .
د انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای ټينګار وكړ په داسې يوه نړۍ كې چې له بده مرغه او س هم د ملتونو او هيوادونو تر منځ اړيكې د زور، ځواك او وسلو په اساس ټاكل كیږی او بدماشان هڅه كوی په اوسپينيزو سوكانو د ملتونو برخليك وټاكی يواځې هغه ملت به له ضرره په امن پاتې كیږی چې خپل دفاعی چمتوالئ ثابت كړی .
896152