IQNA

20:35 - November 10, 2011
د خبر لمبر: 2220295

په ملايشيا كې په انټرنټ باندې د غدير خطبې انعامی مقابله تر سره كیږی

كلتوری ډله: د غدير خطبې په عنوان سره انعامی مقابلې د حضرت امام علی عليه السلام د يوم ولايت په مناسبت سره د ملايشيا د انجمن محبان رسول لخوا تر سره كیږی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا دينی مقابله له اووم نومبره تر پينځلسم نومبر پورې دوام لری.
همدارنګ دې دينی مقابلې لپاره د غدير خطبی متن نه په عربی او فارسی ژبو كې پوښتنې او اډيو فايلونه په انټرنټ كې اچولی شوی دی او شركت كوونكی ددې پوښتنو ځوابونه وركولو لپاره په دې ويب پاڼئ كې د باقر انصاری كتاب خطبه غدير څخه استفاده كولای شی.
894493
captcha