IQNA

11:38 - November 11, 2011
د خبر لمبر: 2220444

ډاكټر احمدی نژاد: د اسلامی ايران دښمنان، د ايران د پرمختګ لاره نشی نيولې

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد وويل د نړۍ د قدرت په ځايونو كې يو شمير كسان د بشريت د خدمت په ځای د خپلې ډلې او چينلونو په ملاتړ پسې دی

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد نن د ايران په جنوب لويدیځ كې د چهارمحال بختياری ولايت په كرد ښاركې د لسګونوزره خلكو په ولولناك ټول كې زياته كړه د نړۍ د قدرت په ځايونو كې يوشميركسان د بشريت د خدمت په ځای د خپلې ډلې او چينلونو په ملاتړ پسې دی
ولسمشرمحمود احمدی نژاد د جنايتكارو صهوينسټانو د ملاتړ لپاره ځانونه د ملتونو ترمينځ په تاريخ كې بدناموی اود نورو ملتونو د پرمختګ مخه نيسی.
د اسلامی ايران ولسمشرمحمود احمدی نژاد په دوام كې د دې پوښتنې په مطرح كولو سره چې د اوسنۍ نړۍ ستونزه څه ده وويل ، يو شمير كسان د قدرت په مركزونو كې واكمن دی او د دې په ځای چې له فرصته استفاده او د بشری ټولنې خدمت وكړی، د خپلو او د خپلو چينلونو د جيبونو په ډك كولوپسې دی.
ښاغلی ولسمشرمحمود احمدی نژاد وويل نن سبا استعمارګر هيوادونه چې وينی د ايران ملت پراختيا او پرمختګ ته كلك هوډ كړی دی، په سپين سترګيتوب او دوكو سره غواړی د ايران لوی ملت په ترهه ګرۍ تورن كړی.
896361
captcha