د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، حجت الام والمسلمين ((كاظم صديقی)) نن د ايران پر اسلامی جمهوريت د پوځی بريد او بنديزونو د سختنېدو په اړه د ځينو لويدیځو هېوادونو ګواښوونو ته په اشارې سره وويل: پر ايران تېریګر به د ايران د ملت او وسله وال ځواك له خوا داسې سخته څپېړه وخوری چې د هغوی د بدبختۍ لامل به شی.
صديقی زياته كړه چې امريكا، بريتانيا او فرانسه چې قدرت ښودنه كوی، كمزوری او ذليل دی او هیڅ كله به هم بريالی نه شی، ځكه برياليتوب د مؤمنانو دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دوام كې، د اسلامی نړۍ ویښتيا او د اسلامی هېوادونو اوسنی موقعيت په تاريخ كې بې مخينې وباله او ویې ويل، استكباری نړۍ د ځان لپاره داسې كمزورتيا نه وه ليدلې او له اوسنيو شرايطو اندېښمنه ده.
ښاغلی صديقی په ډاګه كړه چې د استكباری نړۍ كمزورتيا او د لبرال ډيموكراسۍ پانګوالۍ نظام شړيدا او سستی ښكاره شوه او هغه خلك چې نه پوهېدل چې په څه ډول د ښكيلاكګرو هېوادونو تر ظلم لاندې دی، ویښ شوی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ چې په منځنی ختیځ هېوادونو او د افريقا په شمال كې د ا سلامی ویښتيا په پيليدو سره،بايد د اسلامی نړۍ ستر قطب جوړ شی او نوې نړۍ بايد د اسلامی عدالت په سوری كې رامنځ ته شی.
896385