د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل المنار یې نقلوی چې د لبنان حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصرالله زياته كړه امريكا بايد پوه شی چې د ايران او سورېې په ضد جګړه به په دې دوو هيوادونو پورې محدوده پاتې نه شی او د سيمې ټولو هيوادونو ته به وغزیږی .
د لبنان حزب الله غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصرالله وويل موږ نه غواړو چاته ګواښ وكړو خو دا يو حقيقت دئ .
د حزب الله مشر زياته كړه په منځڼی ختیځ او شمالی افريقا كې وروستی بدلونونه د امريكا او اسرائيلو په ګټه نه ؤ له همدې امله هغوی ايران او سورېې ته د جزا وركولو هڅې كوی .
ښاغلی سيد حسن نصرالله ټينګار وكړ نور د كمزورۍ او تسليم پړاو پای ته رسيدلئ او موږ نور د برياليتوب پړاو ته ننوتلی يو .
د راپور په اساس د ۱۹۸۲ م كال د نوامبر په ۱۱ مه د لبنان د مقاومت يوه غړی احمد قصير د صور په ښار كې د اسرائيلو په يوه فوځی قرارګاه بريد وكړ او په لسګونو صهيونيستی فوځيان او افسران ېې ووژل .
په لبنان كې همدا ورځ هر كال د مقاومت د شهيدانو د ياد تازه كولو په موخه د شهيد د ورځې په نوم لمانځل كیږی .
896569