IQNA

درست اسلامی ايران د عيد غدير په شپه او ورځ په خوشحاليو او جشن كې ډوب دې

15:28 - November 16, 2011
د خبر لمبر: 2222852
ټولنيزه ډله: سبا د ۱۴۳۲ هجری قمری كال د لوې اختر اتلسمه نیټه د مسلما نا نو د ستر اختر ، عيد غدير خم نيكمرغه ورځ ده . غدير خم د مكې او مدينې تر مينځ يوه سيمه ده چې د اسلام ګران پيغمبر حضر ت محمد مصطفی ص په حجه الوداع كې د شيعيانو لو مړې امام حضر ت علی عليه سلام د خدا وند متعال په حكم د مسلما نانو ولی او خپل ځای ناستې اعلان كړ.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رسول ا... مبارك د غدير خم په مهمې خطبې كې د امام علی عليه سلام لاس په خپل لاس كې واخيسته او اوچت یې كړ او ویې فر مايل من كنت مولاه فهذا علی مولاه زه چې د چا مولا يم نو علی یې هم مولا دې .
عيد غدير خم چې په اسلامی روايتو نو كې ، عيد اكبر يعنی ستر عيد بلل شوې دې ، د درستو الهی دينونو ستر اختر بللې شو ځكه چې د درستو الهی پيغمبرانو د زحمتونو نتيجه په دغه ورځ نتيجې ته رسيدلی ده .
د ايران خداې غواړی او مومن خلك د عيد غدير په شپه او ورځ په مذهبی ځا يو نو كې په شتون سره د خوشحالۍ جشنو نه تر سره كوی .
د شيرينی او شربتونو ويشول او د بيلا بيلو علمی او جشن د پروګرامو نو په تر سره كو لو سره د ايران ولس دغه جشن لمانځی .
د دغه ستر اسلامی اختر په ورځ خلك نوی جامې اچوی او د يوه بل كتنې لپاره ورځی او يوه بل ته د عيد غدير مباركی وړاندې كو ی .
تهران راديو هم د دغه ستر اسلامی عيد د رارسيدا په مناسبت يو ځل بيا درستو مسلما نا نو او د نړۍ نورو ازادی غواړو ته د زړه له كومې مباركی وړاندې كوی .

898787
captcha