د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن په يو پيغام كښې د ساتندويه ځواك د ځان بساينې د جهاد د ادارې د شهيدانو درناوی وكړ او ویې فرمايل د دغو ممتازو او غوره عناصرو د هڅو پايلې د مجاهدينو په واك كښې دی او د دغه ټولګې لخوا روزل شوی كسان، د دغه نورانې ليكې د دوام لپاره اړينه وړتيا لری.
د ويلو ده په دی وروستيو كښې د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك يا سپاه پاسداران انقلاب اسلامی په يو غونډ كښې د چاودنې له كبله د ساتندويه ځواك ۱۷ غړی شهيدان او ۱۶ نور ژوبل شول چې وړمه ورځ یې جنازی خاورو ته وسپارل شوی .
د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د عمومی اړيكو د مسئول رمضان شريف په وينا دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې د دغو میړنيو لخوا مهمات له ډيپو څخه معلوم ځای ته انتقاليدل .
899316