IQNA

علی لاريجانی: د نړۍ ټول خلك د امريكې له دوكو ډك سياستونو ستړی شوی دی

10:19 - November 18, 2011
د خبر لمبر: 2223944
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی په نړيوالې فضا كې موجوده بې باوری پر دروغو او فتنو اچونې د تكیې له امله وبلله او وې ويل آيا امريكايان نه پوهیږی په ايران كې د بشری حقوقو د بحث په باب وائی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن په تهران كې د قرآن د پروژې د ميرمنوپه نهمې غونډې كې په نړيوالې فضا كې موجوده بې باوری پر دروغو او فتنو اچونې د تكیې له امله وبلله او وې ويل په نړيوال ډګر كې سياسی لالهاندی او ګډوډی د حقيقت د نيشتوالی په خاطر وبلله او روښانه ئې كړه دوی قرآن كريم ته د رجوع كولو په ځای ماكياو ليزم پرځّان واكمن كړی او د ماكپاؤل د دود په اساس په سياست كې هر ډول دوكه او دروغ هیڅ فرق نه كوی چې نتيجه ئې هم په نړيوال ډګر كې همدغه بې باوری اوزياتې شخړې دی.
د ايران د اسلامی شورا مشر وويل ممكنه ده امريكا د نړۍ د مديريت ادعا وكړائ شی خو دا مديريت له ځلو به زيات څه نه دی او په مينځ كې پوچ دی.
899871
captcha