IQNA

علی لاريجانی: عربی ټولنه د امريكا سياستونه پلی كوی

21:55 - November 19, 2011
د خبر لمبر: 2224084
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی عربی ټولنه د امريكا د غوښتنو عملی كوونكی وبلله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی نن ايران په سويل لويدیځ، خوزستان ولايت كې په دشت آزادګان ښار كې د سوسنګرد د آزاديدو په كليزه كې د دې په بيانولو سره چې عربی ټولنه د دې ټولنې په غونډو كې د سوریې ځنډيدو په اړه پريكړه كې، د امريكا غوښتنې عملی كوی وويل چې عربی ټولنه د دې پر ځای چې د عربو د يووالی په لټه كې واوسی، د اختلافونو په لټه كې ده.
علی لاريجانی هم دا رنګه وويل دا چې د بحرين د مظلومو خلكو پر كورونو ټانكونه ورځی عربی ټولنه ولې پر هغوی زړه نه سوځوی او اوس د سوریې پر خلكو د زړه سوی په پلمې سره، د دې هېواد پر ضد د امريكا نقشې عملی كوی.
ښاغلی لاريجانی ټينګار وكړ چې عربی ټولنه او امريكايان دې پوه شی چې د سوریې پر وړاندې د هغوی سياستونه له ماتې پر ماتې محكوم دی، ځكه چې د سيمې خلك ویښ شوی او هغوی نه شی پرځولی.
900123
captcha