د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت اللہ العظمی نوری ہمدانی د غدير او اسلامی ویښتيا په عنوان سره سمينار ته په خطإب كې وويل چې په الهی دين كې د مشرۍ او رهبرۍ مسله ډيره اهميت لری او همدغه وجه ده چې پيغمبر اكرم ص) د بعثت په اول كې د خپل كورنی په راټولو سره د توحيد او نبوت د پيغام رسولو نه پس خپل ځای ناستی په هكله پوښتنه وكړه او امام علی عليه السلام یې خپل ځای ناستی ؤټاكل.
ښاغلی آيت اللہ العظمی نوری ہمدانی په دې خبری په ټينګار سره وويل چې پيغمبر اكرم په ځلونو په مختلفو تعبيرونو سره حضرت امام علی السلام د ځای ناستی په توګه ټاكلې دی او د غدير په ورځ یې په ټولو مسلمانانو حجت ختم كړ او خپله غاړه یې خلاصه كړه. او امام علی عليه السلام یې په منبر او د يو لاكه حاجيانو په مخكښې خپل ځای ناستی ؤټاكل (من كنت مولاه فهذا علی مولاه)
899977