IQNA

د انګلينډ په اسلامی مركز كښې د محرم د مياشتې د لومړۍ لسيزې د ماتم پروګرامونه ترسره كیږی

21:37 - November 20, 2011
د خبر لمبر: 2225668
نړيواله ډله: د حضرت ابا عبدالله الحسين(ع) د ماتم د محرم د مياشتې لومړۍ لسيزه د ليندې د مياشتې له لومړنۍ نیټې هره ورځ ماښام 20 بجې د انګلينډ په اسلامی مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قران خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «ic-el» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا پروګرام پارسی ژبو سره خاص دی چې په كښې به حجت‌الاسلام و‌المسلمين «محمدحسين عالمی» د حضرت ابا عبدالله الحسين(ع) او د هغه د وفادارو يارانو د شخصيت د بيلا بيلو برخو په هكله او د عاشورا د پاڅون په هكله وينا كوی او «محمدعلی بهتويی» به په كښې مرثیې وايی.
د نهم او د لسم ورځې ماتم به سهار 10 بجې شورو كیږی او د ماسپښين او ماځیګر د جمې لمونځ سره به پای ته رسی.
د انګلينډ دا مركز هر كال په بيلا بيلو ژبو لكه اردو، فارسی، انګريزۍ او نورو ژبو كښې دا پروګرامونه ترسره كوی.
901594
captcha