د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «yabiladi»، یې نقلوی چې د مارسی د جومات د انجمن مشر «عبدالرحمن ګل»(Abderrahman Ghoul)، ددې مطلب د بيانولو په ترڅ كې وويل چې د مارسی محكمی لخوا د دې جومات د لايسنس د باطليدو نه پس د انجمن مشريزې ډلې په بیړنۍ ناسته په ترسره كولو سره دا فيصله وكړه دې فيصلې په خلاف بايد سترې محكمی ته لاړ شو.
هغه زياته كړه چې د مارسی جامې جومات د جوړولو منظوری په ميلادی كال 2009ء كې وركړی شوی وه خو د ګاونډيانو او د دكاندارانو د اعتراضونو له امله كار بند كړې شوې ؤ.
903008