IQNA

ايت الله جنتی: اسلامی ايران په ولسی ملاتړ سره ایټمی وسلو ته هیڅ ضرورت نه لری

16:15 - November 25, 2011
د خبر لمبر: 2228476
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د جمعی لمانځه په خطبوكې زياته كړه د تهران په ضد د واشنګټن په مشرۍ د لويدیځ له دباؤنو سره سره به ايران له سوله ايزو ایټمی فعاليتونولاس وانخلی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د تهران د جمعی لمانځه په خطبو كې د ايران په ضد د پرله پسې پريكړو صادريدا د امريكا او د هغې د ملګرو او تالی څټو د لالهاندۍ له امله وبلله او وې ويل، غليمان بايد پوه شی ايران به له ایټمی انرژۍ په سوله ايزې استفادې كې له خپلو اصولی دریځونويوه چپه هم شاتګ ونه كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د امريكا له خوا د سپاه پاسدارانو د قوماندانانو د ترور دسيسې ته په اشارې سره دا اقدام د امريكا او د هغې د متحدانو له ذلته ډك اقدام وبالهّ او وې ويل دا له سپاه او بسيج رضاكاره د هغوی د ويرې او وحشت نښه ده، خو دښمن نه دی خبر چې د سپاه او بسيج ځواك د هماغه اته كلنې سپیڅلی دفاع د پړاؤ په څير د ايران د ملت په زړونو كې ځای لری او د شهادت ليواله دی.
آيت ا... احمد جنتی همداراز د امريكا د نهه نوی فی صده خلكو د غوښتنوپه پوره كولو كې د امريكائی او لويدیځی حكومتونو بې پامی پرخلكو د هغوی د ښكاره ظلم او د هغوی له ظالم حكومت سره د مقابلې د جادو د ماتې نښه وبلله او وې ويل په امريكا او نورو لودیځی هيوادونو كې د اعتراض كونكو په وحشيانه ډول ځپلو او وهلو ټكولو د هغوی دوكه بازه، دروغجنه او رياكاره څيره نندارې ته وړاندې كړې ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز آل سعود رژيم ته په خطاب كې وويل غوره ده تاسو په خود كې شئ او د ولس نظر ته د احترام په سترګه وګورئ څو د سيمې د نورو فرعونيانو په څيرله برخليك سره مخامخ نشئ
904842
captcha