IQNA

د ايران په پارلمان كې انګليستان سره د اړيكو كمولو طرحه تصويب شوه

9:34 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230220
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا استازو د ايران په وړاندې د انګليستان د دوښمنانه چلند په ځواب كې په ۱۷۹ موافقو رايو له دې هيواد سره د اړيكو كمولو فوری طرحه تصويب كړه.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، له انګليستان سره د اړيكو كمولو طرحه د تيرې چهارشنبې په ورځ د اسلامی شورا د ۲۰ تنو غړو له خوا د شورا علنی غونډې ته وړاندې شوې وه.
هم دا راز د يوه تازه خبر په اساس د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياسيت يوه غړی اسماعيل كوثری وويل د شورا د استازو مصوبې ته په پام سره ښايی له ايرانه څخه د انګليستان سفير وايستل شی.
هغه د انګليستان سره د اړيكو په كمولو كې د اسلامی شورا پريكړه د دې هيواد لپاره د خطر يو زنګ وباله
راپورونه ښایې چې د ايران پارليمان په ايران كې د انګلستان سفير ته دوه اوونۍ وخت وركړ چې دا هيواد دې پریږدی.
906109
captcha