IQNA

ملائشيا د اسلامی مطالعاتو د تحقيق د بين المللی سيمينار كوربه

10:45 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230345
بين المللی ډله: په اسلامی مطالعاتو كښې د تحقيق بين المللی سيمينار د روان كال د دلوې يا سلواغې د مياشتې په ٢٦ او ٢٧ نیټه د ملائشيا د پلازمينې كوالالمپور د مالايا پوهنتون د اسلامی مطالعاتو په اكاډمۍ كښې تر سره كیږی.
د «umconference» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مالايا پوهنتون د اسلامی مطالعاتو اكاډمۍ د اسلامی مطالعاتو د تحقيق په چلن كښې د بدلون د څیړلو په موخه ددغه دوه ورځنی كانفرنس د ترسره كولو اقدام كړی دی.
د عامه خلكو د استفادې له پاره د اسلامی مطالعاتو په زمينه كښې د تحقيقاتې لاسته راوړنو معرفی كول، د اوسنی تحقيق د هغو ډولونو معرفی كول چې نن سبا په ټوله اسلامی نړۍ كښې استعمالیږی، د مسلمانو محققانو مخې ته د پرتو ستونزو پيژندل او ددغو مسائلو له پاره د موثرو نويو لارو چارو وړاندې كول، په بين المللی ډګر كښې د مسلمانو محققانو تر مينځ د علمی او فكری شبكو جوړول او د اسلامی مطالعاتو په برخه كښې د تحقيق په لړ كښې د همكارۍ د فرصتونو پيژندل ددغه كانفرنس د تر سره كيدو له اهدافو څخه بلل شوی دی.
906026
captcha