د لبنان د «الانتقاد» د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: سيد حسن نصرالله بیګا د ابا عبدالله الحسين د ماتم د شپو ورځو د رارسيدو په مناسبت په يو لړ ويناوو كښې ددې ټكی په بيانولو سره ووئيل: زه به په هغو ويناوو كښې چې د محرم د عزادارۍ په مراسمو كښې ئې كوم سياسی بحثونه او موضوعات به ونه څیړم مګر دا چې كوم نوی سياسی بدلولونه رامينځته شی او په دې لړ كښې كوم ضرورت احساس شی.
دوی څرګنده ګړه: د سياسی مسائلو په اړه ويناوې د عاشورې ورځې ته ځنډوم او په هغه ستره ورځ به سياسی حالات او بدلولونه بيان كړم.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی د خپلو ويناوو په يوه بله برخه كښې د عاشورې په ورځ د امام حسين (ع) پاڅون او ددغه پاڅون درسونه او عبرتونه بيان كړل.
905917