IQNA

د ډارون د نظرئې سره د مخالفت په وجه د مسلمانو محصلينو له خوا د درس د كلاسونو پریښودل

23:31 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230854
بين المللی ډله: د لندن پوهنتون د طب د څانګې مسلمانو محصلينو د خپل درس هغه كلاس چې د ډارون د تدريجی تكامل د نظرئې په اړه وو، د قرآن سره د مغائرت او سمون نه خوړلو په دليل پریښود.
د «Daily Mail» ورځپاڼې په ليكنه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغو محصلين د نړۍ د خلقت او پنځون په هكله د قرآنی بياناتو سره د ډارون د تدريجی تكامل د نظرئې د مغايرت په وجه د درس له كلاس نه بهر ووتل.
د لندن د پوهنتون استاذانو د طب د برخې د هغو محصلينو د شمير د زياتيدو په نسبت خپله اندیښنه څرګنده كړې ده كوم چې د ډارون په نظرئې پورې اړوند د ښوونې كلاسونه پریږدی.
دوی وائی: دغه محصلين زياتره مسلمانان دی خو د هغو تر مينځ د نورو دينونو پيراوان هم موجود دی. 906482

captcha