IQNA

نصرالله انسانی كرامت او آزادۍ ته د رسيدو له پاره د نړۍ د مستضعفانو يو سيمبول دی.

23:31 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230856
بين المللی ډله: د لبنان د حزب الله د غورځنګ لوئې مدير د اسلامی امت او د ټولې نړۍ د آزادګانو له پاره د مجاهدت بيلګه ده او د نړۍ مستضعفان نن سبا د آزادۍ ددغه مجاهد په پيروۍ او اقتدا سره خپل انسانی كرامت او آزادۍ ته د رسيدو كوشش كوی.
په لبنان كښې د فلسطين د اسلامی شورا رئيس شيخ «محمد نمر احمد زغموت» د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا سره په خبرو كښې ددې مطلب په بيانولو سره ووئيل: سيد حسن نصرالله د اسلامی نړۍ د مقاومانو او هم د ټولې نړۍ د آزادی غواړو له پاره د يو كامياب مجاهد نمونه او مثال دی او له اسلامی هيوادونو نه په بهر كښې هم داسې مستضعفان او مظلومان شته چې خپل انسانی كرامت او آزادۍ ته د رسيدو له پاره د دوی پيروی كوی.
دوی په دوام كښې د حزب الله غورځنګ سره په مقابله كښې د صهيونيسټی رژيم ناكاميو ته اشاره وكړه او وئې وئېل: د سيد حسن نصرالله په مشرۍ د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ صهيونيسټی رژيم ته په څو جنګونو كښې ماتې وركړه او دغه نيواكګر رژيم ئې په يو شرمناك موقعيت كښې راوست. 906488

captcha