د «نون» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه څلور فرهنګی مركزونه چې د امام حسين (ع) په سپیځلې روضې پورې پېئلی دی پرون د امام حسين او د اهل بيتو (ع) د انديشې او افكارو د خپرولو په موخه د دغه دربار د مينجور «عبدالمهدی الكربلايی» په شتون سره پرانستل شول.
د امام حسين (ع) د مقدسې روضې د اطلاع رسونې د څانګې سرپرست سعدالدين البناء په دې باب ووئيل: دغه څلور مركزونه د روضې د توليت په ملاتړ سره افتتاح شول او په دې مراسمو كښې د امام حسين او حضرت عباس عليهماالسلام د دوو مقدسو دربارونو يو شمير عالمانو او تكړه شخصيتونو ګډون وكړ.
دوی زياته كړه: د داشان مركزونو د جوړولو هدف د بهرنی فرهنګی يرغل سره مقابله ده، ځكه لكه څنګه چې مونږ ته پته ده چې لويدیځ كلتور كوشش كوی چې زمونږ ماشومان او ځوانان د اسلام د مبين دين له تعليماتو څخه ليرې كړی او هيله من يم چې د دغه ډول مركزونو په جوړولو سره به وكړې شو د دښمنانو اقدامات ناكامه كړو. 906854