IQNA

په كربلا كښې د څلورو دينی او كلتوری مركزونو افتتاح وشوه.

23:31 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230857
بين المللی ډله: د كربلا ښار په مركز كښې د امام حسين (ع) د مقدسې روضې په همت او د امام حسين (ع) او اهل بيتو (ع) د افكارو او انديشې د خپرولو په موخه څلور دينی او كلتوری مركزونه پرانستل شول
د «نون» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه څلور فرهنګی مركزونه چې د امام حسين (ع) په سپیځلې روضې پورې پېئلی دی پرون د امام حسين او د اهل بيتو (ع) د انديشې او افكارو د خپرولو په موخه د دغه دربار د مينجور «عبدالمهدی الكربلايی» په شتون سره پرانستل شول.
د امام حسين (ع) د مقدسې روضې د اطلاع رسونې د څانګې سرپرست سعدالدين البناء په دې باب ووئيل: دغه څلور مركزونه د روضې د توليت په ملاتړ سره افتتاح شول او په دې مراسمو كښې د امام حسين او حضرت عباس عليهماالسلام د دوو مقدسو دربارونو يو شمير عالمانو او تكړه شخصيتونو ګډون وكړ.
دوی زياته كړه: د داشان مركزونو د جوړولو هدف د بهرنی فرهنګی يرغل سره مقابله ده، ځكه لكه څنګه چې مونږ ته پته ده چې لويدیځ كلتور كوشش كوی چې زمونږ ماشومان او ځوانان د اسلام د مبين دين له تعليماتو څخه ليرې كړی او هيله من يم چې د دغه ډول مركزونو په جوړولو سره به وكړې شو د دښمنانو اقدامات ناكامه كړو. 906854
captcha